(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آیا فساد ورکوې؟!

[04.Oct.2016 - 20:33]

طنز
محمود نظری
  
که  فساد ورکوې اول نوتل والي عطا ونیسه
بیا پاچا د غلو وزیر محمدي بسم الله ونیسه
تورن اسمعیل فاروق وردګ زاخیل او یفتلي
بیا نور داجراییه همکاران د  ډبل عبداله  ونیسه
کرزی ،اتش، فطرت ،چکري  او بیا بې فرهنګ
بیا نور کوچنی او لوی کیسه بر هغه او دا ونیسه
***
مخکې د  سېمونو او هډوکو  وه غله
اوس د بهرنیو اثارو  سوي دي غله
پخوایې لارې نیولې، پاټکونه یې لرل
اوس یې کار لوړ مقامونه دی نیول
یو دایران په اشاره بل د پاکستان
دا وطن یې ټول کړ ویجاړ او وران
ټاکنې دوه ډوله سوې  زموږ وطن کي
یو یې په وتو ګتي بل  یې  په لوچکي
څوک یې په بزرګي ګتي څوک په کوچکي
بزرګ یې د خلکو سره کښیني ولاړیري
بل یې دلسو زرو ډالرو اغونډي دریشي
بزرګ یې د جګړې ټپيان  پر مخ مچوي
لوچک یې په ماسک مخ له خلکو پټوي
برزګ یې لوی سوی په امریکا کې
لوچک یې د پنجشیر په اب اوهوا کي
اوس د اقتدار وخت کې یو سوی ملي
دابل شیطان یې سوی لوی اشرافي
یو د ملت خیر غواړي بل یې سم شر
دواړه وایی پر موږ دی دا ملت پړ
ډراشرافي غواړي تل په چل راسي
د هر دولت سره په لوچکي مل راسي
ملت  ددوی دلاسه سو خوار او دربدر
خدایه لوچکان کړی   خاورې پر سر

 

 

-
بېرته شاته