(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيګانی خوب

[07.Oct.2016 - 20:41]

             تيره شپه ناست سپينې سپوږمۍ ته په کتو کې وم
ورک یې دحسن اوجمال سپينو شغلو کې وم
خوب کې مې راغلله هغه غنچه دګلو خواته
بس خوشبويي به ترينه تلله په عطرو کې وم
په مينه مينه او حيا به يې کتلی راته
نوی ځواني وه عجيبه شان خاطرو کې وم
لکه ساقي وه سترګو جام کې يې شراب راکول
کله خمار کله نشه په ميکدو کې وم
په زړه خوشاله دخوښۍ اوښکې مې سترګو نه تلې
د سهار پرخه دګلپاڼو په ليمو کې وم
له خوبه ويښ شوم نه ليلا او نه ځواني پاتې ده
خفيظ مليار پروت په بستر دانديښنو کې وم
 

-
بېرته شاته