(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کتو کې رانه ورک شوې

[07.Oct.2016 - 20:42]

په کتو، کتو ، کتو کې رانه ورک شوې
سم دسترګو په لېمو کې رانه ورک شوې

زما سترګو به څارلي دا ستا لاري
خو د کلي په کوڅو کې رانه ورک شوې

لکه پړق د لمر په وريځو کې ښکاره شوي
په شیبو ، شیبو ، شيبو کې رانه ورک شوې

چې په قدر دي زه پوه نه شوم جانانه
ښکلی لعل وي په ایرو کې رانه ورک شوې 

لټولي مي په سپينه رڼا ورځ کې
ښاپيرک غوندي په شپو کې رانه ورک شوې

د بیدار د زړه ټکوره بیرته راشه
د هجران تورو تیارو کې رانه ورک شوې

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته