(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزبیح الله شریفي

[08.Oct.2016 - 18:28]


خدایه صوله امن د وطن غوړو ؟
 
خدایه موژ پشتانه یو خپلواکي د خپل وطن غواړو
خدایه ستړي شویو په وطن کې صوله امن غواړو
له وطنه دا توری تیری دا بد بختي د جګړو ورکول
غواړو لکه دوبۍ او سنګاپور اباد خپل ګلشن غواړو
نه مو پریژدي خپل ژوندون ته په قراره ظالمان د زمانې
لویه خدایه په د جهان لکه د انسان غوندې ژوندون غواړو
ازادي د پشتونستان لوی ارمان د شهید خان صمدخان وله 
لویه خدایه له تانه بل مشر لکه خان پاچاخان غواړو
پشتنو تیر په هیر کړۍ یو بل په غیژ کې ونی سی
خدایه په جرګو کې د یوالي لپاره ویش بیدار ځونان غواړو

   
پښتانه به یو ورځ دا راغلي په ګوڼډو کړي ؟

وطن مو شمعه مونږ یی پتنګان یو
مونږه پښتانه یو تل له وطنه قربان یو
د وطن ساتنه په مونږ فرض او صنت دی
د وطن په ساتلو کې مونږ تیر له خپل سر او ځان یو
دا وطن په میراس راته پاتی له پلار نیکو نه دی
مونږ د شهید صمدخان او خان پاچاخان لارویان یو
چی ګاوڼډیان یی لا تر اوسه له ویری په لړځان دي
مونږه د هغه باتور غیرتي احمد شاه بابا بچیان یو
د ذبیح الله قلم وایي امريکایان به یی لا په خوا په ګوڼډو کړي ول 
خو ارمان ارمان چی مونږ پښتانه د بی اتفاقۍ په لارو روان یو


خدایه ولی دعا مو نه قبلوی ؟

په وطن مو خوری توری تیرې دي خدایه
دلته د پښتنو زړونه پرې پرې دي خدایه
په خپل وطن کې کډوال شول ګرځي دربدره 
د ملنګانو په شان یی قوارې دي خدایه
لاندی ځمکه پاس اسمان ورته په قار دی
هیڅ چاره نه لري زړونه یی مات زرې زرې دي خدایه
یو سو اشرارو وطن لوټ کړ عیش او نوش کوي
د نورو خوارانو ورځی شپې ډیری ترخې دي خدایه
شپه او ورځ د غریبانو جنازې دي روانی خوښي به سنګه وکړو
د وطن کې خوشحالي نه شته د ظلم سیتم پردی خورې دي خدایه


زه ستا شهید ملګری یم

یو ځل خو راشه زما تر مزاره
هیر می نه کړی و زما د سنګر یاره
د تورو خاورو بندیوان یم ډیر زه پریشان یم
راته پورته کړه لاسونه چی تیریږی می په لاره
ډیر می یادیږي د جمعی د شپی بڼډارونه 
راشه راته راوړه حوالونه چی زړه می شي قراره
سلام می وایی د سنګر په ملګرو په ورځ د محشر کې
به بیا وکړو دیدنونه په دعاګانو کې می مه هیروی دخدای لپاره
ذبیح الله که غواړی د زړونو شاعر شی د سرو شوڼډو د وربل د ګودر
شاعري پرږده د ایتیمانو کوڼډو شهیدانو د وطن غږ کړه وچت برخورداه


زما شهيد جانانه

په وینو سور ټټرنه دی شم قوربان جانانه
د شهادت په لوی سفر شولی روان جانانه
داسی مسکئ ولی لکه د سحار ګل چی په خندا شي
په تنکۍ ځوانۍ لاړی ارمان ارمان جانانه
بی تا هسی یو کالبوت یمه زه به څه کومه بی تانه 
ته وی زما روح زه وم ستا ځان جانانه
دنیا چی ټوله جانان جانان شي چی ته په کې
نه وی بی تانه څه کوم دا جهان جانانه
په ذبیح الله درته جوړ کړم ښه ډیر شعرونه
 هره جومه به د زیارته راځمه نور د خدای په امان جانانه


شهيد جانانه

جانان می چا په زړه ده ویستلی الله
د شهادت لوی جام یی ده سکلی الله
لکه چی د ګلاب ګل په سحار کې خندا کړي
داسی خمار نشه نشه ده غزیدلی الله
کافره لاس دی مات شه لا یی د عمر شپې ډیری پاتی وی
لاخو تنکئ ځوان وو دا چا په سرو وینو ده لړلی الله
خدایه لاړ بندیوان د تورو خاورو شو
لکه غنم په زړګي باندی دوه پړکه ده چودلی الله
سومره ښه ښکلی ښکاریږی په مخ د ښه جانانه
د ذبیح الله الهام وایي په ذلکدن کې د ازرایل لاس ده لړزیدلی الله

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي

 
   سرلیک ؛ شعر
متن ؛ خدای دی زر راوله مسافره

ستا غمونه وکړم که غمونه د دنیا وکړم
اوس دی زه پوښتنه له چا وکړم
دا به یی لیکلي وي ازل کې هم داسی
زه یمه بد بخته ګیله له ځانه که له تا وکړم
شپی می وي شوګیره نه راځي خوبونه
ډیره چی شم تنګه لیږ زره ژړا وکړم
له هر ترپ غمونه دي زه یمه یواځی
په د حال کې به څنګه زه چاته خندا وکړم
نور دی په خدای سپارم چی ته به وی څه حال کې
ذبیح الله خدای دی زر راوله زه به درته دعا وکړم

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

سرلیک ؛ شعر
متن ، ته به کله راځی مسافره ؟

ګرانه پښتو دی د زړه حال چاته ویلی نه شم
یار مسافر دی له چا یی پوښتنه کولی نه شم
تر اختره یی راسره کړی وعیدی وی رانه غی
ډیر راباندی ګران دی زی هیره ولی نه شم
د حجران په زیندان کې ګنسه او ګیچه ناسته یم
څه وکړم په ډیرو ژړاګانو یی راوستلی نه شم
ولی ورانوی د خوارانو ودان کورونه ورک شی بیلتونه
زړه می لکه ماشوم راته زوریږي اوس یی قراره ولی نه شم
پټه مینه وله پټه یی لکه شمعه ویلې کړم خدایه ذبیح الله 
غماز بیلتون می د زړه کور ګډوډ کړ بیا یی جوړه ولی نه شم

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

سرلیک ، شعر
متن ، د مسافرۍ په لوی سفر ځمه ؟
 
شرمیږمه لاسونه راکړه
کله غوسه کله خندا کړه
په لوی سفر باندی روان یم
زه به تاته ته ماته دعا کړه
ڼن به یم سبا به نه یم  
راشه دا اخیري شپه راسره سبا کړه
په اشوقانو ورانوی ودان کورنه
بیلتونه خدای دی ورک تبا کړه
هو زه ذبیح الله به مړ شم له غمونه
خوارۍ غریبۍ می لیلا رانه جدا کړه

ویناوال او لیکوال 
ذبیح الله شريفي


   سرلیک ؛ شعر
متن ؛ ماته سور شال راوړه
 
لاړ شه ماته ګل راوړه
ګل می د اوربل راوړه
چی په اوربل کې یی وټونبمه
یو د ریدي بل د خاټول راوړه
دا د ګلاب ګل سومره ښایسته دی
جانانه لاړشه یو بل راوړه
کله بازار ته چی لاړی یاره
ماته کميس تور جلوبل راوړه
چی در نه هیر نه شي جان
د ذبیح الله یو نوی غزل راوړه

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

 

 

دا تور تم توری تیر به هم رڼا شي
ازاد به زمونږ ښکولۍ پښتون خوا شي
دا ارمان د صمد خان او پاچاخان پوره
کول غواړي پوره به ارمان د اجمل بابا شي
پښتنو میندو زګولي باتوران او نګیالیان دي
پنجابیان به ګوڼډو کړي ورته به په ژړاشي
اله به خوند وکړي چی بیرغ د پښتونستان آو تصویر 
د پاچاخان زوړنده په پښتون خوا شي دا ورځ به زر راشي
ذبیح الله مونږه پښتانه یو صوله امن د وطن غواړو چی مجبور نه شو
د جګړی لپاره کاشکې د خدای دربارکې مو قبوله دا دعا شي

:::
   
خدای دی زر راوله مسافره

ستا غمونه وکړم که غمونه د دنیا وکړم
اوس دی زه پوښتنه له چا وکړم
دا به یی لیکلي وي ازل کې هم داسی
زه یمه بد بخته ګیله له ځانه که له تا وکړم
شپی می وي شوګیره نه راځي خوبونه
ډیره چی شم تنګه لیږ زره ژړا وکړم
له هر ترپ غمونه دي زه یمه یواځی
په د حال کې به څنګه زه چاته خندا وکړم
نور دی په خدای سپارم چی ته به وی څه حال کې
ذبیح الله خدای دی زر راوله زه به درته دعا وکړم
:::

د عربو د مسافرو په یاد ؟

زما درنه هم دغه یوه ګیله ده ولی لاړی
اوس به تصویروته تنهایۍ کې یواځی ژاړی
دلته موسوم د پسلي ده زما یاره
ته به د عربو ګرمیو کې نغاړی
نه می درته ویل چی مه ځه بیا به ارمان کړی
اوس به زما خوږې خوږې کیسی سپاړی
لا خو څه تیر نه دي راځه بیرته راشه
لامو د مینی لاری نه دي ویجاړی
دا دی دپلار او مور وطن دی راځه
ذبیح الله دلته دی په کې کړي خاپوړی
:::

زما یاره واوره ؟

تا می د زړه دنیا کړه ورانه یاره
اوس به یی څنګه جوړه وم راته شوه ګرانه یاره
ناسته یم یواځې زه او غمونه یو
قسم ده ډیره یمه فریشانه یاره
ماکله ګڼله چی داسی دی وشي
اوس ګیله وکړمه له چانه یاره
په هغه شپه می ټول ستوري د اسمان شمار کړل
کله چی تا روسخت واخیسته له مانه یاره
لکه خزان وهلی پاڼه پریوتمه پر ځمکه
ذبیح الله مادرته ویل مینه نه ده دومره اسانه یاره
:::
متن ؛ له مینی نه توبه یاره ؟

تانه می په توبو توبه دی یاره
دا می د زړه فیسله دی یاره
دا دي چاویلي ریښتا یی ویلي  
مینی سره غم جوړه دی یاره
ما څه ګڼلی ته څه وختی
هم دغه می یوه ګیله دی یاره
نوره زما او ستا منز کې لکه 
د ځمکې او  اسمان فاسیله دی
ذبیح الله لاخو د اومیدونو لمر اسمان کې ولاړ دی
لاخو دنیا ورانه نه دی ودانه دی یاره

ویناوال او لیکوال 
ذبیح الله شریفي

-
بېرته شاته