(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه هم هغسې لا

[11.Oct.2016 - 11:53]

جلال امرخیل

زه لا تر اوسه د کاغذ هغې کښتۍ کې ناست یم

هغه چې تا په ماشومتوب کې ما لپاره جوړه کړې وه 
زه لا هم هسې وارخطا وارخطا چغې وهم 
زما په سترګو دې هم هغسې ټوټه تړلې
د محبت د بې وسۍ ټوټه 
زه هم هغسې د کښتۍ له ډوبیدو نه درته چغې وهم 
خو ته د سیند په پورې غاړه باندې نه ښکارې 
نه دې مړوند راغځولی چې مې وژغورې
د زندګۍ له طوفاني څپو 
.....

زه هم هغسې لا په خاورو کې رغړیږمه 
او زما سترګې له هم هغې ورځې پټې دي
چې پټپاني کې و تا راته قسم راکړی 
چې زه پټیږمه خو ته به راته نه ګورې 
ما لا تر اوسه پورې سترګې غړولې نه دي
....
زه هم هغسې لا خیرنې جامې کور ته ځمه 
مور مې هم هغسې لا تا ته په ښیرو سر ده 
چې زمانه مخکې به تا په خټو ، خاورو باندې داغ کړمه 
چې د کاغذ کښتۍ سره به دې ویالې ته کوز کړم
او زه به لت پت شوم 
کور ته به لاړمه او مور به مې چې تا ته په ښیرو سر شوه
پلار به مې ستا له پلاره ښه ډیر شکایت وکړ
....
زه هم هغسې لا ماشوم پاتې یم
زه هم هغسې لا خیرنې جامې کور ته ځمه 
مور مې هم هسې چې ستا نوم اخلي ښیرې کوي
پلار مې هم هسې ستا له پلاره شکایت کوي
چې ته یې موږ ته ولې را نه کړې 
....   


زه به د درد په شدت داسې یوه چغه کړم

زه به د درد په شدت داسې یوه چغه کړم
چې دیوالونه به د عرش په خوځیدو راشي
چې شیش محل به د شیشو د شرنګا غږ واوري
له ملائېکو به کړم هیر غم د حساب کتاب 
سمندرونه به په خپله راته لار راکړي
د دوزخونو د عذاب چغې به چوپ پاتې شي
او د هستۍ نظام به یو شیبه خاموشه شي
او له حیرته به ساه ګانې ټولې ودریږي 
زه به د درد په شدت داسې یوه چغه کړم
ګوره زما د زړګي زخم ته لاس را نه وړې
..................

تنده !

زما ذره ذره وجود دا خاوره خاوره وجود 
بې اوبو شوی ، شړیدلی دی
او د دې ښار په سیمټي او روغني دیوالو
اوس پابندي ده په تکیې او ځان نیولو هم
او نه په دې پخو کوڅو کې څوک د خاورې څه ذره پریږدي
نو یه زما اوبرنګې یه ملنګې !
ای چې زما د دواړو سترګو مست سیندونه ستا هوده کې دي
ای چې له زلفو نه دې څاڅکي د باران اوري
ما ته اوبه راکړه
ما ته اوبه راکړه او ما ته زندګي راکړه
چې لږ تر لږه خو د خپل وجود
دا شړیدلې خاورې 
په ځان رآټولې کړم
لکه د خټې د دیوال هسې خو ودریږم
که د پخو عمارتونو منځ کې بد ښکارم
نو لږ تر لږه خو به نورو ته عذاب نه یم
د چا په پاک او سیمټي او روغني دیوال به نه پریوځم
نه به پخو پخو کوڅو د ښاریه کې له شماله سره الوځم را الوځم

........

تر ګلابه دلته کاڼی ډیر محبوب دی
نه یې غږ د زړه چاودون زمانه اوري
نه خوشبو لري چې زړونه ګلستان کړي
تر ګلابه دلته کاڼی ډیر محبوب دی
چې د هر سړي په کار شي ، ورته لاس کړي
چې په هره خوا یې وولې ، روان شي
چې په چوپه خوله تر هر سړي قربان شي
چې د هر چا وس پرې بر شي د هغه شي
تر ګلابه دلته کاڼی ډیر محبوب دی
او د کور تر اوسیدونکو
دیوالونه د کاله په خلکو ګران دي
چې چوپ چاپ دي
نه یې شور شته ، نه یې شر شته
نه یې چغې ، نه خندا شته، نه ژړا شته 
او همداسې وجودونه...
دلته هغه وجودونه بتکدې دي
دلته هغه کالبوتونه خدایان دي
چې چوپ چاپ دي
چې سینو کې یې نه زړه شته نه فریاد شته
چې په هره ښه او بده
چې د درد تر وروستي حده
دوی چوپ چاپ وي، دوی خاموش وي ، خوله ګنډلې
دلته داسې وجودونه بتکدې دي
چې د چا په ښو او بدو یې کار نه وي
که دنیا زمونږ څرمنې کړي، چپړې
د دنیا په ښو او بدو یې کار نه وي
تر ګلابه دلته کاڼی ډیر محبوب دی
چې نه حس لري ، نه رنګ او نه سندره
.......

ستا په زنګون باندې مې سر ایښی
د زندګي له کړاوونو ناخبره یم
د پټي پوله مې هم سمه ده
د چا اوبه مې کور ته نه راځي
د کوټې تیر ته مې ډاګه ایښې
چې درز یې زیات نه شي
د پلار له مړینې پس قرضدارو هم هر قرض موږ ته راوبخښه
د تناره د اور لپاره د خشاکو کار هم شوی دی
دا ګاونډۍ ترور ډیره ښه ښځه ده 
چې تنور واچوي په تش ځای کې زموږ ډوډۍ هم ټپ وهي
ستا په زنګون باندې مې سر ایښی
او د دنیا غم مې په سر نه شته
مورجانې ښه نه ده چې دغې بې غمۍ کې درنه مړ شمه؟
ستا په زنګون باندې مې ساه ورکړم
ارام ژوندون باندې مې ساه ورکړم
او که سبا ته رالوویږمه او ژوند ته غاړې وځمه
او د خپل پلار په څیر له غمه رانه ساه خیژي
او بیا مې سترګې هم‌پرانستې وي له مرګه پس
د ژوند د پاتې ارمانونو په تصویر پسې
او بیا به ته زما له مرګه پس
زما پرانستې سترګې نه شې لیدی
چې یې په ګوتو راته پټې کړې
یو ځل به بیا ړنده شې
نو داسې ښه نه ده چې نن ښه په ارامه ښه بې غمه درنه مړ شمه؟

........

تصویر
راشه او ستا تصویر زما له سترګو وشلوه
په دې نرو نرو پردو کې تاو تاو شوی دی
زما د سترګو عدسیې په ارام نه پریږدي
زما د سترګو د  شفافو پردو منځ کې یې
رنګونه وشیندل ، رنګونو پردې بندې کړې
ستا د تصویر له رنګه غیر زه بل څه نه وینم
راشه او خپل تصویر زما له سترګو وشلوه
ستا د تصویر رنګ مې د سترګو په تارونو کې
او د عصابو په رشتو او په رګونو کې
په داسې شکل شیندل شوی دی
چې هیڅ طبیب یې د دنیا جدا کوی نه شي
راشه او خپل تصویر زما له سترګو وشلوه
چې زه دنیا ووینم ، تا ووینم، ذات ووینم
چې ستا په سترګو کې ودان دا کائېنات ووینم
چې غرونه ووینم ، د سیند اوبو ته لاس کړمه
چې ستا د عشق او د ثنا تسبحو ته لاس کړمه
راشه او خپل تصویر زما له سترګو وشلوه
ستا د تصویر رنګ مې د سترګو له تارونو نه
نقطه نقطه ټول کړه
زه اوس په هر څه کې ستا رنګ وینم
ذره ذره کې راته ته او ستا تصویر ښکاري
زما د سترګو په پردو کې دې تصویر تاو راتاو شوی دی

-
بېرته شاته