(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعاشوره ورځ

[13.Oct.2016 - 20:29]

یولسمه دعاشوره ورځې په مناسبت شعر
دعاشر معنی لسم دی ګوره یاره++ له آدم نه تر دې دمه ورځې شماره
د بابا او د بي بي توبه قبوله + ++عرفات غوڼډۍ کې وصل شول دوباره
نوح نبی چې نهه نیم سوه ژوندوکړ+++ شله بیړۍ یې په دغه ورځ لنګرماره
ابراهیم خلیل الله له اور دنمرود ++++په همدې ورځ برابر په ګل ګلزاره
هم یونس علیسلام د کب له خیټې ++++ له اوبونه و ساحل ته شو ګذاره
دایوب پیغمبر جسم کې چینجیان ول++++ عاشوراکی الله ختم کړل له واره
چی موسی هارون یوه خدای ته رابلل+++ فرعونیان ډوب شلل په نیل کی بې له داره!
زمونږ دصل الله علیه وسلم لمسی حسین++++ یزیدیانو کړ شهید هغه نامداره
دانړۍ ده په همدې ورځ پیدا شوې++++ علما وايي قیامت به هم شي ښکاره
د حمید زړه ور دعا ده ای صافیانو+++++ څوک خبر تر آخرته څومره لاره؟
حمد،ثنا،ذکر تقوی،فکر او عمل کړئ!++++++ که الله مو وساتی له خپله قاره​

-
بېرته شاته