(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شملورو

[27.Oct.2016 - 10:13]

دا د شملورو پښتنو وطن دی  زبیح الله شریفي
بد ورته مه ګوره دا د باتورو شازلمو وطن دی
دا د شملورو پښتنو وطن دی
چی په میوند کې یی ماته ورکړه انګریزته
دا د هغو غازیانو میړنو وطن دی
د ملالی خور د یاقربان ناره مه هیروۍ  
دلته ړانده وسیدی نه سي دا د لیدو وطن دی
 مونږ قدر د مشرانو د سترګو په لیمو کوو
هره پیصله مو په جرګو کوو دا د جرګو وطن دی
واورۍ پښتنو دخان پاچاخان لاره مه پریږدۍ
ذبیح الله هسکه غاړه ګرځه زمونږ وطن دزمرو وطن دی
........
 
زما او ستا لاری جدا شوی ؟
تاته دی مبارک وي دا خپل کلی
زه به لټوم چیرته بل کلی
ځان به خوار ملنګ کړمه له انسانانو دی بی زار کړمه
چیری لټومه لری د ځنګل کلی
توبګار شومه له مینی نور به نه کوم اتبار په چا
راځه زړګیه ورشو چیرته مو چی وي د ازل کلی
ذبیح الله دابه یی لیکي په قصمت کې هم داسی وي 
اوس دلته سخته ګوزاره شوله اور رالګوي د خورد کابل کلی
ګنا زما دی چی په غټو خلکو میني دمه
اوس به یی مشعوره وم په شعرو او غزل کلی
........
 
متن ؛ مشري لکه د صمدخان او پاچاخان مزه کوي
ځواني سره نام او نګ مزه کوي
پښتونوالی سره غیرت تر سنګ مزه کوي
که ابدي ژوند غواړی قام ته خیدمتونه کړه
د قام مخ کې چی شوی بیاژوند لکه ملنګ مزه کوي
د قام مخ کې مړ شه چی قام درباندی ویاړي
بیرغ د شیهدانو رنګارنګ مزه کوي
چی له ډلو او اتڼو سره وردرومي
د پښتنو دغه شانتی جنګ مزه کوي
شاعر ذبیح الله لیکه د یوالي ازدۍ شعرونه
ڼن دی چی لیکلئ دا شعر نور هم دا رنګ مزه کوي
........

مسافره  یاره
و بی غوره یاره یو ځل خو راشه
و مسافره  یاره یو ځل خو راشه
بی تا می زړه مات کڼډر کڼډر دی
یم دربدره یاره یو ځل خو راشه
امزولی ستا تانې راکوي څه وکړم
په زړه کافره یاره یو ځل خو راشه
ته خو داسی نه وی ګرانه خدای خبر
چاکړی له نظره یاره یو ځل خو راشه
د ژوند ټولی مزې می تا له ځانه سره وړي
و ذبیح الله شاعره یاره یو ځل خو راشه
........

پښتانه لوړ تاریخ لري
مونږه پښتانه یو لوړ نوم لوړ نیشان لرو
په تاریخ کې د پاچاخان غوندی مشران لرو
وطن مو شمعه مونږه یی پتنګان یو
ساتلو ته یی له سره تیر ځوانان لرو
د شخړو د حل لپاره په ټولنه کې جرګې کوو
که څوک مو پریږ دي ښکلی کلتور د دجهان لرو
ناموس او وطن باندی مونږه تیر له سر او ځان یو
یوه ورځ به پښتونستان خپلواک شي دا ایمان لرو
د وطن د ازادۍ درس مور راکړی په زانګو کې 
کاشکې پښتانه سره یو شي په زړو کې دغه ارمان لرو
چی د یوه پاړسیوان لپاره په مجلس کې پښتو پریښدي
ذبیح الله زمونږ د پښتنو منز کې هم داشان غدارن لرو
پښتو وایي ماولی بدلوۍ په پاړسو او هوردو څه می ګناه دی
........

مسافره تاته دعاګانې کوم
ناسته یم یواځی ستا تصویرته ژړاګانې کوم
تورو تورو شپوکې تاته دعاګانې کوم
شپه می شوګیره وي نه راځي خوبونه
اوس به زه په چا باندی نازاواداګنې کوم
په لاره چی ځم ګوتی شمیرمه صواد یي شومه 
چی یمه روانه له ځان سره خنداګانې کوم
ورانوی په خوارانو ودان کورونه
ورک شی بیلتونه تاته ښیریګانې کوم
ذبیح الله یوځلي خو راشه بی تا نه کیږي ژوند
زه لکه پتنګ د حجران لمبو کې ګډاګانې کوم
........

متلب اشنا پیژنم دی
د مړاو سترګو خندا د پیژنم
دا د سو لحزو مشغولتیا د پیژنم
په هغه او دغه می مه غوله وه
هم مخه هم شا د پیژنم
زړګی د ولی تخیږي بیا ووایی حال
نادانه نه یم دا د شوڼډو رپیدا د پیژنم
که تمه دی وي چی مچکې رانه واخلی
خو ګله له پوخوانه دا غلا د پیژنم
کله نه چی د ذبیح الله شعرونه اورم
له همغی ورځی نه ستا دروغ او ریښتا د پیژنم

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

-
بېرته شاته