(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

!دپېښور مهاجر

[03.Nov.2016 - 19:09]

د ولس نه دې تل ځار یو پېښوره
له حکامو دې بېزار یــو پېښوره
----------------------------
په کابل او پېښور کې افغان یو دی 
په هر لور دي سرګردانه  پېښوره
لږ دمه شه پېښوره هېر به نشي
له آمـو نـــه تر بولانه پیښوره
خپل وطن کې مهاجر راته خطاب کړي 
له پنجابه شوې  ستومانه پېښوره
چا اوبه کله په ډانک ندي بیل کړي
لر او بـــر د زړو درمـــانه پیښوره
ولسونه بېدار شوي پرې پوهیږي
 ویاړ تاریخ د لوی افغانه پېښوره
  پښتانه  دتاریخونـــو ښې بیلګې دي 
تاکې میشت دي له پخوانه پېښوره
لرې نه ده چې به بیا یو لوی قوت شې
د کـــلو کـــلو ارمـــانـــه  پېښوره
د۰ ص۰ سعیدي
نومبر ۲۰۱۶ م ۰ کال

-
بېرته شاته