(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښمن د پښتنو

[07.Nov.2016 - 22:57]

             ته وائي مغل دې دى ، اورنګ دې وى ، فيرنګ دې وى 
زه وايم خوشحال دې وى ، د سپينې تورې شرنګ دې وى 
ته وائې چې عقل دې ړوند ، شونډې دې چپ ، زنګ دې وى 
زه وايم چې زړه مې چوى يو شور دې وى او ترنګ دې وى 
ته وائي چې دلته د ډوډۍ زمکه کښې بنګ دې وى 
زه وايم د لوږې خلاف ، جنګ دې وى او جنګ دې وى 
ته وائي د سپينو ليچو خوب دې وى پالنګ دې وى 
زه وايم ميدان دې وى ، مرګې دې وى خو ننګ دې وى 
ته وائي چې يو ټکې رڼا دې وى سرنګ دې وى 
زه وايم په ټولو رڼاګانو خپل قلنګ دې وى 
ته وائي چې شين جنت ، د شين جنت لونګ دې وى 
زه وايم چې نا ، زما د خپلو وينو رنګ دې وى 
ته وائي چې لويه حوېلى دې وى او لنګ دې وى 
زه وايم پټکې دې وى ، څادر دې وى ، ملنګ دې وى 
ته وائي چې ښاد دې وى ، دلشاد دې وى ، په ډنګ دې وى 
زه وايم دښمن د پښتنو چې وى بدرنګ دې وى 
ته وائي چې زه به يمه توپ دې وى تفنګ دې وى 
زه وايم چې مونږ به يو او مونږ به يو آهنګ دې وى 
ته وائي بشر دې وى په شر دې وى لپنګ دې وى 
زه وايم سنګر دې وى لښکر دې وى غورځنګ دې وى 
نورالبشرنويد

 

-
بېرته شاته