(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا دغرو

[07.Nov.2016 - 23:00]

ستر احمد شاه بابا
ستا د عشق له وينو ډک شوه ځېګرونه
ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه
تا ته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې انديښنې د زړه مارونه
که هر څو مې د دنيا ملکونه ډير شي
زما به هير نشي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تخت هيرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
د فريد او د حميد دور به بيا شي
چې زه کاندم پر هر لوري تاختونه
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خدا يې
زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا
که ونيسي د تمام جهان ملکونه

احمد شاه بابا

-
بېرته شاته