(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[10.Nov.2016 - 20:49]

دے ژوند د نامفهومو اشازرو په زمانه کښې
مبهم دي کردارونه په روانه افسانه کښې

لیدل یې مونږ ته ‌ډېر په برېښېدلو سترګو ګران دي
دانه په دام کښې نه ښکاري دام پټ دے په دانه کښې

چې کېښني په ‌ډېره کښې د دنیا د عالمانو
تشپاڼې شي پښتون په خپله لویه استانه کښې

ددے جهان په یو بازار مو یو خریدار نه شته
یو څو کوټه سیکې یو د قارون په خزانه کښې

منم چې تصور مې دے وحشت نوکارې کړې
خو آورم جانانه غوندې اواز په ویرانه کښې

هر چا دلته تر کړي دي په دے شرابو شونـ‌ډې
څه سِحر څه جادو دې د مغرب په مېخانه کښې

سائله مونږغمژن لکه د غم په ورځ پېدا یو
مونږ خپلې اوښکې څښلي تل په خپله پېمانه کښې

-
بېرته شاته