(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لرګی

[10.Nov.2016 - 20:51]

هـمـدې  لرګي  نه ، چـا  جمات  ته  دروازه  کړه  جوړه
هـمـدې  لرګي  نـه، چا  رباب ، چا  سرینده  کړه  جوړه

هـمـدې لرګي نه، چا بدرنګ کونداغ ټوپک ته جوړ کړو
هـمـدې لرګي نه، چا شپېلۍ څومره ښایسته کړه جوړه

هم  دغې خاورې  نه، چا  جوړې  معبدې کړې ځان  ته
هم  دغې خــاورې  نــه، رنــدانــو  مـیـکـده  کړه  جوړه

هم  دغې خـاورې نــه، چا  جـوړ  کړلو  سپېڅلی معبود
هم  دغې  خــاورې  نه،  چا  میو  ته  پیاله  کړه  جوړه

هم  دغــه  کاڼي  نــه، نــړۍ  کـړل  شـاهـکارونــه  تیار
هم  دغه کاڼي نه، پښتون  شاهکار  مورچه  کړه جوړه

هـمـدې  لفظونو  نه،  چا  جوړ  کړلو ، فرمان  د  مرګي
هـمـدې  لفظونو  نه،  سعود  د  ژونـد  ټپه  کړه  جوړه
سعود بنګښ

-
بېرته شاته