(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[14.Nov.2016 - 11:45]

عمر دراز مروت
هر څو کۀ د حالاتو ګزارونه وو د کاڼو
 خوبياموپه سينوکښې غټ غټ زړونه وود کاڼو

چې سرموپه دې خپل بل شوى اورنۀ خلاصېدلو
 ريښتيا چې په اوږه زمونږ سرونه  وو د کاڼو

ددې باوجود بيا هم ترې محفوظه پاتې نۀ شو 
 لۀ ځان کۀ ګېر چاپېر مو دېوالونه وو د کاڼو

زخمونه يې لا اوس لرم په زړۀ باندې وران نۀ دى
 د يار نازکو لاسو کښې ګلونه وو د کاڼو

لا بيامو دا پئ مخى  له خپل سر نه ښکته نۀ کړل
 په سر مو رانازل کۀ بارانونه  وو د کاڼو

لا اوس عمر دراز مروته هېر راڅخه نۀ دى
 د يار هغه رټلى جوابونه  وو د کاڼو

-
بېرته شاته