(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ړندې

[15.Nov.2016 - 11:26]

یاوخت راباندي ړوند شو یا دنیا سترګي ړندي کړي
یا بخت زما خراب شو يا اشنا سترګي ړندي کړي

امسا مي ټکوله د منزل په لور روان ووم
دا لار کنډ و کپرو ده که امسا سترګي ړندي کړي

تا نه ویني چې تل د مرګ او ژوند په برید ولاړ یې
پښتونه ستا په حال باندي هر چا سترګي ړندي کړي

تل ګوري دروازي ته د زوی لار څاري په سترګو
هغي خواري بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ته خو ژړا سترګي ړندي کړي

هر ځای میدان دجنګ شو امن لیری رانه تښتي
لوګو کې د بارودو مو هوا سترګي ړندي کړي

د ظلم انتها چې یې اسمان ته لاره وکړه
سپوږمۍ تندر نیولي ده فضا سترګي ړندي کړي

انصاف به په کې نه وي او تیری به په کې زور وي
د خپل ولس په حق چې هر باچا سترګي ړندي کړي

بیداره ټول یې ویني خو څه نه وایې ګونګي شي
د ‌‌‌‌‌‌ډېري بي حسۍ نه یې بینا سترګي ړندي کړي

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته