(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتني مینه

بیا دي ولي خوار مین ته نظر نشته ته وا زړه کښي دي د میني اثر نشته په موسکۍ کښي دي د زړونو ژوندون پټ دی په خندا دي خولګۍ سپڼه ضرر نشته روڼي اوښکي مي سوغات را وړي تا ته د بې وزلي مین نور څه ګوهر نشته زه هم ستا له بې نیازیه په مرګ خوښ یم په کتو باندي مي وژنه ، خنجر نشته په روح ستړی په زړه ژوبل یم راغلی په پسته غېږ کښي مي نسیه بستر نشته زما ژوند دي هم محبوبي واړه ستا وي خوله نژدې کړه نفس واخله خطر نشته آه غلط شوم ته پخپله زما نفس یې په تا پایم بې له تامي بشـــــر نشته نه پوهیږم چي څه پیښه شوه دنیا کښي چي دي خوا ته د مین هیڅ ګذر نشته په ژړا دي سترګي سرې لکه د زرکي رنګ الوتی ستا په راز څوک خبر نشته د مینو په ژړا بدي مسکۍ کړ چا آزار کړې چه تر تا بل ابتر نشته چي به تا آزاره وي رب دې آزار کړي د مینو د آه غشي ته سپر نشته راته وایه د ژړا سبب دي څه دی لېونی شوم هیڅ مي فکر په سر نشته په پریشانه خاطره د زه قسم خورم چي بې تا مي په دنیا بل دلبر نشته

Ustad Abdul Raof Benawa -
بېرته شاته