(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلې

[19.Nov.2016 - 10:24]

دا زما او ستا حالونه به څوک وائى
مونږ چې نه وو کتابونه به څوک وائى

چې د شونډو اور دې اور په ما بل نۀ کړي
ستا کيسو ته ملهمونه به څوک وائى
د آدم او د درخو کيسه زمونږ ده
 مونږ چې نه وو داستانونه به څوک وائى
چې سپرلے ئې له خندا، نۀ پېدا کېږى
معشوقو ته ګلابونه به څوک وائى
ماپه ژوند کښې چې لوستونکے پيدا نه کړو
ما نه پس زما ليکونه بۀ څوک وائى

د منګل غوندې مئين چې اسير نه کړى
تور اوربل ته زنځيرونه به څوک وائى
اسيرمنګل اېشمه


چې وي دښمن د غريبۍ د غريبانو نه وي
داسې سړے به پۀ دې کلي کښې يارانو نه وي

هر کله راشه چې راځې هېڅ تکلف مه کوه
د معشوقو غوندې نخرې د ملنګانو نه وي
دا چې نن تا د خپل مئين کومه حُليه جوړه کا
داسې خويونه خو اشنا د شرمخانو نه وي
چې شمع بله شي وردانګي نور ئې غم نه کوي
زمونږ پۀ کلي کښې خواري د پتنګانو نه وي
وي د ملنګ په تش کچکول کښې اطمېنان د زړګي
دغه ناوياته څيز پۀ لاس د بادشاهانو نه وي

چې پۀ تکل د سپينې خولې پۀ ځان شپه رانه ولي
د منګل شمار به له سر تېرو عاشقانو نه وي
اسيرمنګل ګنګوسه

لکه د ړوند کښېناستم بېل ما دنيا ونه ليده
تۀ چې رخصت شوې تا نه پس مې رڼا ونه ليده

ژڼو پۀ خپلو وينو سرې کړې هر يو ګل ته شونډې
ژڼو چې کله پۀ خپل بڼ کښې هوا ونه ليده
ماچې په مينه ستا دښکلي مخ سودا وکړله
بيا مې پۀ زړۀ کښې چرته بله سودا ونه ليده
زۀ هم ددې خاورې بچے يمه ساه څنګه واخلم
ساه مې شوه ډوبۀ چې پۀ چا کښې مې ساه ونه ليده
چې پوهېدم نه څۀ بې شماره توبې خولې ته راتلې
چې پوئې پۀ خوند شوم د ګناه ما ګناه ونه ليده
بلا مخونه مې کړل ځير بلا سپرلو نه تېر شوم
هغه چې ما ليدلې وه هغه ما ونه ليده

زۀ مخکښې لا نه ړم منګله! بېرته شاته راغلم
ما چې د خپلې مور پۀ شونډو دعا ونه ليده

اسيرمنګل

-
بېرته شاته