(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمرګ نه ژوندپیداشي

[03.Dec.2016 - 10:22]

د مرګ نه ژوند پیدا شي

زما د ښار په سینه
زما د کور انګڼ کښې
لیونے خوب اده دے
ددې پیړو يړسوب کښې
انګڼ ریښې ریښې دے
د خوب ګربوان شلیدلے
د هشتنغر ګنو کښې
د کندهار د انار
باغونو سا اخستې
او د پامیر په څوکه
سيوګمۍ اتڼ کښې خاندي
د چنارونو سانګې
سپین غر ته ځکه ژاړي
د تاترې په څوکه
یوه سندره مړه شوه
د مرګ نه ژوند پیدا شۍ
ددې آهنګ سرونه
راغونډول غواړي.

خادم حسین
۲ دسمیر ۲۰۱۶

-
بېرته شاته