(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نشته شعور نشته

[04.Jan.2017 - 12:32]

نشته شعور نشته
****
بیا به خاورې واوړې په بشر د پښتانه
هیر به شې او خاورې به شې سر دپښتانه
ولي نیمه خوا دي دا چا کړل له نظره
پریوتی روڼ سحر کې بیا لمر د پښتانه
څوک یې پټ له شا نه رانغاړي په تیارو کې
دا څوک زغملي نشي هنر د پښتانه
ناست به خپل پردي وو هجرې وې مرکې وې
ایښې جنازې اوس په ټغر د پښتانه
چې زه وم هغه ته شوي چې ته وي هغه زه
خو نشته دی په تا کې اثر دپښتانه
مینه وه دوستې وه صداقت وو یورنګې
چا دی راجوړ کړی شور او شر د پښتانه
شمله ، همت مو د تاریخ زرینې پاڼې
چا پاک کړل ککړ لاس خپل په څادر د پښتانه
خدایه !بیا مو بیرته لږ تیر وختونه راکړه 
خدایه ! بیا رڼا کړي هر سحر د پښتانه

هما ظفر احمدزۍ

-
بېرته شاته