(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عرض

[07.Jan.2017 - 13:23]

عرض// خان زمان کاکړ

سياست او پارسائي، "دواړه نه کېږي زرغونه!"*
په صفت د صفائي، چرته شي ستړي مزلونه
زه افغان او ته افغان، ټول ژوندي او مړه افغان**
خو چې څوک په زړه افغان، اوس يې خاورې دي هډونه
ددې خاورې زړه غلام، ددې زوځ واښه غلام
ددې بد او ښه غلام، ددې هر څه دي مرئيونه
ددې خاورې رهبري، په عهده په ممبري
په سېنټ په کونسلري، لعنتونه منصبونه
نه پښتو شته نه وروري، نه خدايي خدمتګاري
نه د ګلو آبياري، تش په توره لوی نومونه
نه واښه شته نه اوښان، نه غله شته نه باران
ږوب د دوو دوږخو ميان، بل د سرو کاڼو اورونه
څه د کار مسلماني، د ښکلا ثناء خواني
د بوسې مهرباني، د ژوند سا ښايستې نجونه
د اغيار اسلام آباد، د وفا خونې برباد
ستا د هرې لمحې ياد، ارمانونه قيامتونه
زموږ ژوند زموږ هستي - رندانه قام پرستي
ډک جامونه او مستي، پښتانه خراباتونه
زه, کتاب او تنهائي، دا شوه کومه رسوائي
ستا مرګونې جدائي، ځان مې وساته له خونه
Khan Zaman Kakar

-
بېرته شاته