(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون

[23.Jan.2017 - 21:20]

پښتون

د پښتون د تعصبونو دنیاګۍ کې زه اوسیږم
د بې شمیره کړاوونو بدبختۍ کې زه اوسیږم
چا راوستی دا توپیر دی چې دې یوې ونې ګلان وي
خدایه خیر کړې د فرقونو په ډېرۍ کې زه اوسیږم
د یوه سیند اوبه یې څښلي په یوه ځمکه راشین شوی
دغه ګل دی د عطرونو جدایۍ کې زه اوسیږم
چاته ګل چاته سنبل چاته خپل هیواد پردی دی
مسافر په وطنونو غریبۍ کې زه اوسیږم 
ښکلي درې ښکلي غرونه چې پرې ډک زما وطن دی
څومره ډک دی دلعلونو محرومۍ کې زه اوسیږم
په تاریخ کې د نوم ښکاري تاریخ نه ګورې اتل یې
اسیر پروت په ملیونونو غلامۍ کې زه اوسیږم
فکر سوچ کول په کار دي د پښتون هیواد لپاره
نور شمیر تیر شو د کالونو پیړۍ کې زه اوسیږم
ولې علم ډیوې مړې دي د پښتون په علاقه کې
کاروان پلی د وهمونو بې علمۍ کې زه اوسیږم
اې، وروره پښتونه ځان پوه په (حقیقت) کړه د نړۍ
نه به خلاص له زنځیرونو بې اتفاقۍ کې زه اوسیږم

سعودي عربستان/ریاض 
جلال حقیقت ځدران

-
بېرته شاته