(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورې

څومره خوږه يې مورې ډېره درنه يې مورې د زړه ټوټه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې له ډېرې مينې وايم خبرې سپينې وايم د ژوند نغمه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې مورې چې تاووينم نړۍ زيبا ووينم ښکلې شېبه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې تياره تياره وي ژوندون يم د رڼا په لټون بله ډيوه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې مورې دعا دې غواړم ښکلې دنيا دې غواړم ښکلې شيبه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې مورې راياده شولې زړه کې آباده شولې هره لحظه يې مورې واخ! پښتنه يې مورې مورې قربان دې شمه ستا په ايمان دې شمه د زړه قطره يې مورې واخ! پښتنه يې مورې

Rafiullah Stanakzai -
بېرته شاته