(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون زړه

[10.Apr.2017 - 12:36]

طنزونه: محمود نظری

د غلو  لاس مچي ده په کار

 

 نیم وطن سو سندر غاړي نیم سم پوډریان

د دې خرابو ځایو نو سمه آبادي ده په کار

د غلو  او لوچکانو له پوره باید سو خلاص

د هغو نور لکه دپيرانو لاس مچي ده  په کار

دا نیم کله طالبان باید ژر تر ژره مولیان سي

هغو ته د فارغیدو رسم د  لنګوټې تړي ده په کار

د« کري» په دې کونډو دا کور کله جوریږي

هغو ته نوره د دې کوره کوچکشي ده په کار

په دې وخت تیر پارلمان دا وطن کله جوړیږي

هغو ته   نوره  بې تنخواه  رخصتي ده په کار

***

نه تیره غیچی سوې نه ماشین د جوس کشي سوې

تا ویل دغلو سنتي ته لکه ما تیره غیچي ده په کار

په هیڅ ډول غله او خاین دي دا پڅه غیچي   کار نه کوي

لکه چې تا ته هم دغیرت کومه پیچکاري ده په کار

د واک تر مخکې دی په زیږو خبرو دا اسمان ګزاوه

تاویل  ولس او دنیا ته د لویو غلو  جوس کشي ده په کار

ښه خبر یې  چې د ترمپ او کیري سره ښه ورانه ده

د هغه باور ته   دلویو څوغلو  د جیبو غیچي ده به کار

که دي  نور دنیا  او  ولس په دې او هغه وغولوی

ترمپ ته  د دې زاړه نظا م د مبلایل تبدلي ده پکار 

•••••••••••

 

د پښتون زړه

 

 واکمن پښتون زړه نه لری یوازې ینه لري

که يې هم لري بای پاس سوی یا پینه پينه لري

چې سم زره لري د هغه کومه تمه  مه کوه

له بخته د هغه زړه دنده لکه  معده لري 

***

چې ګبر ،یهود او مسیحي مو مسلمان نسي

ازبک،  تاجک او پښتون مو یو افغان نسي

هر یو یې په خپل سر ډنګوی خپل ډول

وطن به خلاص  د  ایران او پاکستان نسي

 

***

ناتو په کامونو او مذهبونو کي واچوه کرکه

هغوی یې خپله اخته کړه دیو بل په مړینه ورکه

د ورورنو د ورکولو لپاره له پردي وسیله غواړې

اخیر به ناتو ولاړه سي پاته به وي همدا دوه پکه

    

•••••

الهام که وسوسه!!

 

خلک چې د یو شاعر شعر ته په قیام سي

هغه افلاطون سي خبرې یې په ق او لام سي

چې یو څه لږ ښه شی په ارام خیال ولیکي

بیا وایي هر سهار راته یویو شعر الهام سي

ځینې دومره ځان  لوی او په کپان دروند تلي

وایي خدايي خالي له عیبه زما ټول کلام سي

انسان غلطي کوي ځکه انسان انسان دی

هغه چې غلطی نه کوي  د هندوانو رام سي

زه ددې لیکوالو دې دوکې ته اریان دریان یم

ولي د دوی هم چم ته دخلکو غولولوپام سي

دا الهام نه دی وسوسه ده ګرانه شاعره

په دې خبرو لیکوال پوهانو ته لا ډیر خام سي

 

***

په لندن کې دیو کتاب دمخ کتنه وسوه

د هغه درنګه پوښ ښه لیدنه وسوه

لیکوال یو ټوک لکه قران د پوښو راویست

سبا په فیس بوک کې باندې لیکنه وسوه

دکتاب ښکلی پوښ ولید ټولو لیکوالو

دهغه   دښه پوښ ډیره زیاته ستاینه وسوه

هیڅ ګډون وال یې منځ پانګه ونه لیده

دهغه د دې شهکار څخه ډیره مننه  وسوه

-
بېرته شاته