(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

[22.Apr.2017 - 09:35]

مونږ پـښتانه یـو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

سیاسي تاریخ ژوندی کوو، نوې دونیا غواړو

 

پښتونولي پالو مونږ

ولسولي پالو مونږ

ټولنولي پالو مونږ

وروري منو، دغلامۍ نه وتې ساه غواړو

مونږ پـښتانه یـو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

 

داخپل وطن خپلوو

داخپل چمن خپلوو

داخپل ګلشن خپلوو

په خپله خاوره کې خپل واک،اقتدار بیا غواړو

مونږ پـښتانه یـو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

 

دخوشال خان بچي یو

دمیرویس خان بچي یو

دایمل خان بچي یو

دباچاخان په لار روان ستوری رڼا غواړو

مونږ پـښتانه یـو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

 (‌ډاکتر کبیر ستوری)

 
-
بېرته شاته