(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه

[25.Apr.2017 - 19:36]

   

 سرلیک ؛ شعر

متن ؛ له شاعر نه قضاوت له منزه لاړ ؟

 

دا څنګه غملړۍ زمانه شوه انسانیت له منزه لاړ

د هر چا کشش پیسو پسی دی مینه محبت له منزه لاړ

کله لیوني سپي په خپل منز کی سره خوري نه دریږي

د یو بل وینو ته تږي ناست دي افغانیت له منزه لاړ

وطن له کوڼډو ایتمانو ډک دی بی شرمه اشرار جوړه 

وي بیړډینګونه لوکس کورونه شرافت له منزه لاړ

ته دا شور چیغی بوغارې دا جنازې نه وینې شاعره

تر سو به له ملا ډاریږې له شاعر نه قضاوت له منزه لاړ

ذبیح الله نور به څه درته وایم په د وطن کې هر څه ګډوډ دي 

د هورو غیلمانو په هاوس کې له طالب نه اسلامیت له منزه لاړ

 

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شريفي

 

متن ؛  دا یاغي باغي خلک یو مشر لکه پاچاخان نور غواړي

 

راځۍ سره یو موټی شو دا وطن د ازدۍ شور غواړي

ولی ویده میدی یاست نور د یوالي زلزله دا کور غواړي

د خان پاچاخان لاره تقیب کړی هر څه به شي اسانه

د امریکایانو ویستل د یوالي ورورولي زور غواړي

اخیر تر سو به له یو بل ګیلې کړو هسی وخت ځایه کوو

یوه جرګه شۍ دا وطن د انقلاب نارې په هر لور غواړي

ولی د نورو د ګټو لپاره بی ځایه عستمالیږو سبا او بیګا

وژلکیږو اخیر یوه ورځ مړه کول د دی جنګ ور غواړي

طالب او اسکر دواړه د امریکایانو د ګټو لپاره جنګیږي

دوی هم مجبوره دي نه پوهیږي دواړه سوله لکه ورور غواړي

دریمه ډله ولی نسته چی د دوۍ تر منځه صوله وکړي لا تر اوسه

ذبیح الله دا یاغي باغي خلک یو مشر لکه پاچاخان نور غواړي

 

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شریفي

 

 سرلیک ؛ شعر

متن ؛ دا وطن نه جوړيږي

 

تر سو چی واک ایخیار د اشرار او ملا وي دا وطن نه جوړيږي

افغان قام په خپل منز کې په جنګ مبتلا وي دا وطن نه جوړيږي

لکه وهشي ځناور په یو بل د هي چيشي سرفه نه کوي اخیر ولی

تر سو خپل منز کې دوښني کړي بی فرواوي دا وطن نه جوړيږي

طالب او اسکر دواړه د امريکایانو د ګټو لپاره عستمالیږي پټ له پلان

سره سم تر سو چی موستامیره د امریکا وي دا وطن نه جوړيږي

شاعران او لیکوالان ولی له اشرارو او ملایانو ډاریږي په زغرده سپینه 

خبره نه وته وایي ترسو د شاعر په خوله لیلا وي دا وطن نه جوړيږي

دا وطن یوه ملي قیام ته زرورت لري یو موټی یو قوت شی بس د نور

ذبیح الله ورته ووایه ترسو د بی اتفاقۍ پټۍ در پشاوي دا وطن نه جوړيږي

 

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شريفي

   

 

 سرلیک ؛ شعر

متن ؛ ساقي

راکه راته جام جام تږیم ساقي

پس له ډیرو مودو درته راغلیم ساقي

په زړه کې می ور د بیلتانه دی

د حجران غمو بی وره سوزولیم ساقی

له هر خوا غمونه دي زه یمه یوازې

په ځان نیم پوشوی چی چا تاته راوستیم ساقي

ڼن می دردونه په میو کې جوشومه

زړه باندی سوری سوری یم ساقي

زه ذبیح الله وویستم مسافرۍ د زړه له زوره

تل ژوندی ووسیږې درنه ځاریږم ساقي

 

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شريفي

   

 سرلیک ؛ شعر

متن ؛ خدایه ته ولی چوپ ړوند ګونګ یی افغانانوته ؟

 

په وطن کې مو روان تور تم تور قیامت دی خدایه

د جومات لاروان وژني داڅنګه جهالت دی خدایه

یو هم وایي شهید شوم بل هم وایي شهید شوم  یو په 

بل د هیڅ سرپه نه کوي دا څنګه وهشت دی خدایه

ملایان وایي دا زمونږ فتوه دی وژنۍ افغانان حق او ناحقه

ته ولی چوپ پټه خوله یی چیشی یی اصلي هیلت دی خدایه

ملایان او اشرار مو دا پینځلس کاله کیګیږ چی عیستمالوي

څه وکړو چیرته لاړ شو له جنګ غربي غوربت دی خدایه

شاعرانو لیکوالانو تاسی ولی له ملایانو ډاریږۍ له ډاره

سپینه خبره نه ورته کوي دا څنګه قلمي جورت دی خدایه

ویناوال او لیکوال

ذبیح الله شريفي

    

   

 سرليک ؛ شعر

متن خدای د خیر کړي

 

چم په چم خبری کیږي خدای د خیر کړي

چپه سترګه می رپیږي خدای د خیر کړي

پټه مینه وه اخیر پټه پاتی نه شوه خدایه 

د زړه وسوسه می لا پسی ډیریږي خدای د خیر کړي

پرون می رقیب له خندا شین ولیدو څه خبره خو څته 

چی به څه راپیښیږي خدای د خیر کړي

داسی نه چی له ازله مو قیصمتونه جدا وي

یخه خوله رانه سسیږي خدای د خیر کړي

ذبیح الله تر هغو پوری چی خبره معلومه نه وي

تر هغو پوری می کلي کې نه لږیږي خدای د خیر کړي 

 

   سرلیک ؛ شعر 

متن ؛ د مسافر جانان په یاد

 

د ځوانۍ ومر په غمو کې تیرومه

شپه او ورځ په ژړاګانو کې تیرومه

مسافر ته شوی ګرمه زه شومه جانانه

هره ورځ ورځ ستا په وسوسو کې تیرومه

هر څه کوم نه می هیریږی نور څه نه شته

بس خپل وخت تاته په دعا ګانو کې تیرومه

بی له تا هیڅ وختونه نه تیریږي قسم دی

وخت د حجران په سرو لمبو کې تیرومه

ذبیح الله غمونه ډیر دي زه یمه یواځی نور راشه

دا باقي ژوند له تا سره په ګیلو کې تیرومه

 

ویناوال او لیکوال 

ذبیح الله شريفي

 

   سرلیک ؛ شعر

متن ؛ کافران چا راوستل سیافه !؟

 

له هر خوا د پښتنو په وطن د غم درد باران راغی

چا نضر کړل چی په پښتنو د بی اتفاقۍ توفان راغی

د پلرونیکو د یوالي مینه محبت یی ورنه هیر شوی دی

ځکه ڼن د دوۍ ته دوښمن شیطان په لباس د انسان راغی

 

سبا بیګا د غم ناری اورو چوپه چوپتیا ده پښتانه په سلګو دي

ڼن جوړه د پښتنو په وطن کې بیا کربلا ده پښتانه په سلګو دي

هغو بیشر مو چی بی رحمه کافران راوستل اوس د پښتنو

د واکدارۍ دعوه کوي ڼن راغلی غټه بلا ده پښتانه په سلګو دي

 

هغه چا چی وطن په ډالرو خرس کړ پښتانه یی قتلی عام کړل

دوۍ یی څه فروا لري ځانونه یی ښه سم اسوده شتمن ارام کړل

د دشتی لیلي شهیدان یی هیر کړل په اول کې یی پښتانه هره

ورځ په یو نوم په بل نوم بندیان شول په زیندانو کې عدام کړل

 

کرزیه احمد زیا محقیق دوستم سیافه دا هر څه حساب کتاب غواړي

دا دومره لر او بر پښتانه مو چی ووژل دا هر څه جواب غواړي

ڼن که سبا ده راغلي کافران درنه تښتي دا هر رنګه خر مستیانی

غلاوی چور چپاول مو وکړل دا هر څه د خدای عذاب غواړي

 

ویناوال او لیکوال

ذبیح لله شریفي

 
-
بېرته شاته