(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[25.Apr.2017 - 19:40]

  طنز

محمود نظری 

دا خو هم دووس وخاته 

دا زبر واک خو دي هم اخیر دووس وخاته

دا ښکاري باز نه دا خو هم پک ټپوس وخاته

د قرارداد په لاسلیک دی بسم الله وه د واک

د افغان د خاورې دفاع ته داهم خړوس وخاته

د افغانانو حق په مترنو پيمان کې صاف مني

خپلو ګټو ته په قرار داد کې درې توس وخاته

د بادار هر وخت له مریی سره هم داچار وي

د دښمن په ضد موږ ته پوچ کارتوس وخاته

دقرارداد په اساس په خپل سر وژني او وړي

مشر کشر مو هغو ته غوړمال او چپړوس وخاته

خدای د ټولو موجوداتو نر ښکلی پیدا کړی

واکمن افغانان چرګه   ناتو ورته طاووس وخاته

اخیر یې له دښمنه پورته په بدو سترګو موږ ته  وکتل

دا د مور په  بم کارولو یې نفس  ددوستي ټس وخاته

دواکمن او وطنفروشانو کله کیږي سمه دوستی

ستاسو غلامي خوار ولس ته هر شپه کابوس وخاته

 

طنز

محمود نظری

 

د غلوشاهنشاه

 

واکمن ګنکپو خاوره په لپو لویو غلو په توبرو یووړه

یو خوار  وزیر په میلیونو بل خوار په میلیاردو یووړه

بسم الله لقبونه دغلو د پاچاهي په  خوشایو یووړه

بل یار یې د ناروغانو درملو کارټنونه په اوږو یووړه

دغلوشاهنشاه  میلیاردونه په زړو توربینو یووړه

 

دا یوه بیا په خیالي دنیا کې مکتوبونه جوړه کړه

هر یو غله په شیرچور کې لکس کورونه جوړ کړه

ځینو خوارو په دوبی کې عربي قصرونه جوړ کړه

یو خوار شهزاده د کابل بانک نقده چیکونه یوړه

بل بیچاره بیا د اریانا الوتکې سپين ټکټونه یوړه

***

هیڅ چا په دې خاوره هم لږ رحم و نه کړ

هیڅ چا دخپل ولس څخه لږ شرم ونه کړ

هیڅ چا  دخپل وطن هم لږ څه غم ونه کړ

چا  د حاجیانو پسونه او غوییان  یووړه

چا دټکس چا دچنډې سپين چيکان یووړه

***

 

دشاهنشاه ډالرونه  په بانکو کې د ایران دي

داسې خلک ازلي ذهني د ناروا ناروغان دي

ددې خاورې د اصلي شهیدانو کفن کشان دي

له هغو څخه ایمان شیطان نه ایران یووره

د خپلوخلکو تو نالت یې پر خپل ځان یووړه

 

***

 

ماته وښیه داسې واکمن چې غلا يې ونه کړه

رشوت، اختلاص ، قبضه او ناروا یې ونه کړه

خپل وطن او کام سره ډیره جفا یې ونه کړه

یو د یتیمانو او کونډو د ډوډۍ دسترخوان یووړه

بل د اردو جیت  الوتکې زرهداره ټانکان یو وړه

***

یو د دښمن سره لاس یو کړی خاوره د وطن پلوري

څه یې زمرد ،لاجورد  او د وطن هر معادن پلوري

بل یې په غرتو چې لوی بمونه واچوي ختن پلوري

چا اجتماعي چا فرهنګي ارزښتونه د افغان یوو ړه

هر چا تر خپله وسه نغده  او منقول سامان یووړه

***

دا دلاسه د لسو نفرو دی چې دلته یې پرټوګونه ایستلي

په بې شرمي وایي موږ  له روس سره جهادونه کړي

ان په تشناب کې یي د ترور لپاره داتل انځورونه ځړولي

له دوی څخه ایمان په پیسو امریکا او ایران یووړه

له دوی څخه وجدان دجال،  نه مردود شیطان یووړه

***

پخوا به د خاین جزا زندان و ،اوس پارلمان دی

پخوا به د غله جزا پرې لاس اوس کومندان دی

پخوا د وطن پلورجزا اعدام و اوس لوی زمام دی

د دې وطن ابرو دي غلطو غړو د پارلمان یوو ړه

څه یې بیشرمه ایران څه یې نامرده پاکستان یوړه

***

له دې غلو څخه څه ګیله میله په کار نه ده 

له دې وطنفروشو  څخه څه اله ګوله په کار نه ده

دې دبنده بنده ته څه باوله ویل په کار نه  ده

دوی په دې کار له بهره په لکو ډالرونه یووړه

دوي په دې کا رله د ښمنه شاباسونه یووړه

***

که نه پدرام د دیورند بښني څخه څه خوند اخلي

بهزاد هر چیري د مظاهرو اچولو څخه څه پند اخلي

رحیمي د خراسان خراسان ویلو څخه ډیر  وند اخلي

دوی په دې کار ددې دښمنو وطنو تابعیتونه یو وړه

له هرې وینا وروسته یې میلیونونه ډالرونه یووړه 

 

-
بېرته شاته