(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انقلاب

[25.Apr.2017 - 19:42]

را واخلئ بيا د انقلاب ښکلي نشانونه لېونو زلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

د خویندو میندو ماشومانو ويني

زلمو په تاسو باندې سوال کوي

د خویندو میندو ماشومانو ويني

زلمو په تاسي باندې سوال کوي

د کسانانو مزدورانو ويني

زلمو په تاسو باندي سوال کوي

که ځان ګټل غواړئ نو وشيندئ سرونه ګلالو زلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

د دغې خاورې د وطن په خاطر ملګرو پاڅئ بيداري پيدا کړئ

د دې تالا والا ګلشن په خاطر ملګرو پاڅئ بيداري پيداکړئ

د سور سپرلي ددې ګلشن په خاطر ملګرو پاڅئ بيداري پيدا کړئ

شلول به غواړي زولنې دا ځنځيرونه ګلالو ځلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

راواخلئ بيا د انقلاب سره نيشانونه ليونو ځلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

چي په خندا کړو د ژوندون مړاوي ګلونه ګلالو زلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

سائيل

-
بېرته شاته