(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاجان

[27.Apr.2017 - 17:03]

چې دې وس د بدو نه وي 

څه به ته څه به دې ښه وي

 

توبه هله د شرابو 

چې شراب درله پراته وي

 

چې بوډا شې خوله کړشپه

بیا توبه توبه د څه کې

 

هغه ښه د بدو بد وي

 د ناکامه چې ته ښه کې....

 

  وایي ملا جان چې په جنت کې حوري  پنډې دي

غټې، غټې  سپیـني، سپیـني، مستې  او بــر بنــــډې  دي

ګوره بمبلي ته چې یې خوله د لاړو ‌ډکه شوه

ګوره داشنا په ږیره لاړ ې را روانـــې شـــــوې

ټول شهوت،شهوت شو،سترګې ورانې شوې شیطانې شوې

غنـي خان

 
-
بېرته شاته