(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بت پرست

[27.Apr.2017 - 17:05]

څوک بـت پرست، څوک زر پرست شو خدای پرست څه شولو؟

ځـان پرســتـان دلـــۍ دلـۍ دي قـام پـرســت څــه شولو؟

 

درنــو حــجــرونــه چـې د ټـــنــګ ټــکـور اواز، نـه راځـی

هـنـر مــنــدان او شـاعـران ادب پـــــرســـــت څـــه شولـو؟

 

تــــورو کــارغــــانـــو چــې د بـــــاغ ګــلان تـــالا والا کـړل

ښـکلـی بـاغونـه ئـی چې ساتل، ښکلا پــرست څـه شولو؟

 

چــې د وطــن لـه ګـټـو، ګــټــې د خـپل ځـان کــړی قربـان

ســتوری ئــی هـر ځـای لــټـوی وطن پـرســت څـه شولو؟

 

(کبیر ستوری)

 
-
بېرته شاته