(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي یاسین زی شعرونه

ستا دحسن پلوشو کی خواږه راکه لږ دسترګوپه کتو کی خواږه راکه ستا په یاد کی خبر نه یم زندګی نه ته ناخبره لیونو کی خواږه راکه ماداکلی دی پری ایښی ستا په مینه کلی پریږده لویو غروکی خواږه راکه په تهمت دی شوم بندی په جیلخانه کی دزندان په تورتمو کی خواږه راکه ګریوان چیری سرببریم ستاکوڅه کی زرراوځه په بهانوکی خواږه راکه چه چاپیره یاسین زی نه سری لمبی دی راته دمینی سرولمبوکی خواږه راکه یوخواته غریبی بل ستاکبرلیونی کړم یوخواته مظلومی بل ستاجبرلیونی کړم ستا په خپلوی کی تعنه راکوی خلک یودخلکو شیطانی بل ستا زجرلیونی کړم دراتګ شیبی دی شمارمه په ګوتو یو دمینی سادګی بل ستاهجرلیونی کړم نه پوهیږم کوم ملاته یی ورغلی یو دمکرزندګی بل ستانذر لیونی کړم ټپوسانو مصلحت کړی یاسین زیه یوخواته دښمنی بل ستاصبرلیونی کړم اورمړکول غواړی ناپوهه یرغلګرددی وخت پوهول غواړی ستمګردزمانی له دی خواری شړل غواړی دانتقام په تمه چه راغلی زمونږلورته کږی خولی ددی ظالم په سوک سمول غواړی کور په کوراوښارپه ښاراورونه بل دی افغانه ستاسوپه همت دغه اور مړکول غواړی لوی او واړه یی په بی رحمی زمونږوژلی دا ټکری ټکری بدن ددی ولس ښخول غواړی په غم کی دخپل ځوی چه شپه اوورځ کوی ژړا اوښکی دلیمو نه ددی مورهم پاکول غواړی نه موجومات دلته نه مومدرسه ده روغه پاتی خړکورونه ړنګ پراته ددی وطن جوړول غواړی څنګه یی چه مونږیوپه دی خاوره زورولی همداسی ددوی میندی په وطن ژړول غواړی

(ډاکټریاسین زی) کوهاټ—غلام بانډه
Dr. Yaseenzai Kohat, Ghulam Banda -
بېرته شاته