(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غالبوزوغچ

[11.May.2017 - 12:09]

طنز- محمود نظری

خر مهره

خدای دا دنیا په خپل پوهه پیدا کړه

پوه یې انسان  نا پوه یې بوده پیدا کړه

 ددنیا هر شی یې دوه زوجه پيدا کړه

دکاروبار لپاره یې پوه او خره پیدا کړه

په دواړو کې دلته خره په واک سوه

پوهانو ورته  دستي خر مهره پیدا کړه

خدای ښځه ښکلی ښایسته پيدا کړه

دې پوهو ورته دستي بوغره پیدا کړه

 سړي ته یې ښکلې ماټي او ږیره پیدا کړه

  پوه انسان ورته تیزه چاړه پيدا کړه

 خدای وایي تر دنیا اخیریت ښه دی

هغو دا دنیا  تر بلي دنیا ښه پیدا کړه

رب شیطان ورټه انسان یې خليفه کړ

  هغودلته شیطان ته پيرخانه پیدا کړه

 څه چې خدای ویل دوی یې ضد وکړه

هغوی خوندونه د الهی امر چپه پیدا کړه

 انسا ن تر شیطان ډیر کبرجن سو دنیا کې

 ان ډیرو د شیطان لا لوړه رتبه  پیدا کړه

 انسان د بادار په امر دخدای دامرضد سو

 چې په جیب کې یې د ډالرو بنچه پیدا کړه

انسان اوس ډیر وخت شناس موجود دی

دکفر لپاره یې سمه دیني جامه  پیدا کړه

ددې مجرمو انسانانو او شیطانانو څه توپیر

 هر یو دمظلوم وینو څښلو ته پیاله پیدا کړه

چا دجهاد چا دمقاومت په نامه خلک ولوټول

هر یو  د خپل مهارت په اساس چلوټه پیدا کړه

 اوس څه لکه پرټوګ چې مردار کړی ناست دي

 ځان ته يې په  ژیړو سترګو د بښنې ترانه پیدا کړه

یو کار چې  سم انسان دخدای د رضا لپاره وکړ

جرم او خیانت ته یې هر چیري محاکمه پیداکړه

که مړ وي که ژوندی وي اخیر مجرم محاکمه کیږي

هوښيار ځان ته په زړښت کې غوړه ګوته پیدا کړه

دجهاد  په نوم دوکه کې دخدای سزا هم ورته ګوري

هغه ورته په هغه دنیاکې  له مخي هاویه پیدا کړه

اوس ټولو مجرمانو لاس یو کړی چې سوله رانسي

 د دوامداره جنګ لپاره هر یوه،  یوه پلمه پیدا کړه

***

د غالبوزو غچ

د پردو سره په جنګ کې د آخ ناره نسته

 دمه سته خو  د ډار چغه او بغاره نسته

 په پټه خوله له دښمنه خپل غچ اخیستل دي

په دې کار  کې کومه خبره پټه او  ښکاره نسته

په یولاس قران په بل کې د تورې وخت تیر دی

اوس کونه پټي بې  غچه په بله بله  چاره نسته

 

***

د باغیرته انسان په غچ کې یو  وار  سر ځي

د بې غیرته په کښې زر واري بیخ او بر ځي

وګوره غالبوزې ته چې خپل غچ نه پریږدي 

 خپل غچ ژر اخلي که یې سل واره ټول ټبر ځي

په غالبوزو  قهرجن قصاب نه  لري څه کار

له ساتوله یې بي ویرې د هغه شاو بر ځي

افغان هم بې غچه کام نه دی اې دنیاوالو

غچ اخلي که یې څه ال  او اعیال سراسر ځي

ځوښت  یې لکه  د کشپ په څیر  ډیر  ورو  دی

 خو اخیر  ترې یو  ټپي سوی مکناټن ډاکټر  ځي

 تر ننه هیڅ چا نه ده ورباندې سمه خوړلې

لکه ببر هر  یو  راځي اخیر لکه ګود خر ځي

افغانان دتوپ توپک  او بم سره جنګیږي

 هر برید ته په منډه په لوڅو پښو  او سر ځي

 کاشکي غچ یې لکه غالبوزه ډیر  ژر  وای

  که څه هر یو وچ  راځي  بیرته په لوند نیکر ځي

 دا جنګونه لس شل کاله نیسي یا ډیر

  په کې ډیره  ابرو د پردو د نوکر او چاکر ځي

د پردو  یرغلګرو سره که نه وي دا چوبکیان

دا پردي د یوې ورځي یوازې په  یو مازیګر ځي

ناوخته غچ اخيستل خاین وطن پلوران زیږوي

 په ناوخته غچ  ویره د هر بې پلاره سوډر ځي

 نا وخته غچ د خلکو نسل لکه واښه ریبي

 دیو یو وطنپال  په زړه د زهرو خنجر ځي

بی غچه بریدونه لا ورځ په ورځ ډیریږي

 نن دلته سبا هلته  دیو یو  وطپال سر ځي

اخیر  خدای  وطنفروشان داسې شرموي

چې دمړي کوز يي پر  تاریخي تختې د قبر ځي

شا باش جنرال عبدالرارقه ددې ژر غچه

نوم دي  په تاریخ کې په شمېر د جنرال نر ځي

 

دا بیا  ولي په جنګ سو؟!

چې یې  استنګ  استنګ  سو نو په جنګ سو

چې له واکه ولوید بیا خاوند د ننګ سو

وایي دا د «کري» دولت غیر قانوني د ی

غوږ ږده هرخوا  د مات رباب تړنګ سو

 ټول عمر یې لکه خردغلا پیسې ځغلولې

اوس یی سم  ورانیدو ته  دوسره کولنګ سو

 ته وخدای  راویښ سئ  اې ویدو افغانانو

 دا زموږ ویره  ډیرو لویو غلو ته قلنګ سو

که غل غدو دلته  واکمن وي هر څه سم دي

 په دې ملک کې چور سبب د لوی جنګ سو

دا څه حال دی په دې ملک کې هره  ورځ

هر پوه سړی یی په لیدو کټو پوره منګ سو

 نه شرم نه حیا پاته سوه دچا په سترګو کې

 دا دسیاست کېچړی خلکو ته بلمنګ سو

 ان پوه خلک په دې نظام کې وتلې غله سوه

 لوی غل د لوی  وزارت دلته همسنګ سو

دا وطن هغه وخت سم  دم خراب سو

چې د نظار  دغلو په کې ننه باسنګ سو

***

د دنیا خلکو ګټلې ده  په بخت

ان بخت خر رسوي تر تخت

پوهه نه لري په ژوند څه اثر

ځکه پر پوهانو ژوند سو سخت

***

خدای دی لوده ته شته نه ورکوي

که نه له کبره پرتوګ پر سر تړي

خدای دی بې علم ته څوکۍ نه ورکوي

که نه هرچیري چې ځي څوکۍ پر خر تړي

 

-
بېرته شاته