(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‎باچا خان په مزار

[13.May.2017 - 18:41]

د باچا خان بابا په مزار

 

‎ششدر ولاړ ستا د مزار په چوکاټ

‎په کومو سترګو به اوس تاته مخ شم

‎تا اولسونه راغون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ کړي  بابا

‎ما نه د قام وجود ذرې ذرې شو

‎ستا جهاني مینې رڼا زرغن کړه

‎ما نه مشال توره تیاره کښې ‌‌‌‌‌‌ډوب شو

‎تا ملالۍ ده ژوند ‌‌‌‌‌‌ډګر ته بوتلې

‎ما د ملالې حوصله سنګسار کړه

‎تا خو خپل ځان ‌ؤ ویلې کړی بایا

‎زه د خپل ذات نه راوتلی نه شم

‎ته د انسان د عظمتونو عاشق

‎زما په لاسو د بشر وینې دي

‎ستا هشتنغر او پیښور زخمي دی

‎جلال آباد او کابل اور اغستی

‎ددې ژوندون څلي مې وینې بابا؟

‎د پښتونخوا ګلونه وینې بابا؟

‎ددې وطن ښارونه وینې بابا؟

‎ستا د ماهپر او د ایلم درو کښې 

‎مرګ په ټوپونو دی هر کور ته درومي

‎ستا د پغمان او براول درو کښې

‎ژوند ساه نیولی دی تیارو ته درومي

‎جولۍ مې تشه او لاسونه خالي

‎دغه یو لوظ مې دی را‌ؤړی بابا

‎دا تورې شپې د هندوکش لمن کښې

‎چې روڼ سحر نه وي مزل به کوم

 

‎خادم حسین

-
بېرته شاته