(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مړى ښخېږي

[13.May.2017 - 19:57]

مړى ښخېږي

شاوخوا ته دېوالونه دي ولاړ د چوپتيا

او په دا منځ کې کيندل شوى يو تازه قبر دى

يوه جنازه ورته راتلونکې ده اوس

نور که څه نه وي کلمه د شهادت به پکې واورېدل شي

پکې به خلاسې شي له يوې پېړۍ تړلې د غوږونو تالې

نن به زما نېستمن غوږونه شتمني د آوازونو کړي ارزانه پيدا

هلته په سيوري د ولاړو دېوالونو شو هجوم را ښکاره

چې دى د قبر پر طرف سوکه- سوکه را روان

د دغو خلکو د ګامونو ترپى هم نه شته

شونډې يې ښوري خو حرفونه يې تر ږغ جوړېدو مخکې مړه شي

او تر لېمو يې را څڅېږي اوښکې

خو اوښکې هسې خو هم

انځور د زړه او د ماغزو د خاموشۍ وي پر مخ

مړى پخپل قبر کې کښېښوول شو

او په سرو سترګو پر هر لوري ليدل کېږي خلک

تش ليدل کېږي چې په ورټ ژاړي

که ورته غوږ شې نو به واورې د چوپتيا ږغونه

چې مړى ښخ شو او تيار شو قبر

نو يو بوډا چې له څېرې او بڼې "وخت" ښکارېده

د قبر سر ته- په لاسونو کې کتبه- ور ټيټ شو

چې شو را پورته د کتبې له هره ټکي دا تنا لټېده

د مرحوم "ږغ" ده دا کتبه د مزار.

 

(احمدنديم قاسمي)

ژباړه: بارکوال مياخېل

-
بېرته شاته