(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صنم

[13.May.2017 - 21:05]

خط پۀ مخ د صنم راغے کۀ سپوږمی شوه پۀ هاله کښې...

دا ئې غاښ پۀ خولۀ کښې زېب کا کۀ ژاله شوه پۀ لاله کښې.,

 

هسې رنګ سحر جادو کړي پۀ نظر د شهلا سترګو...

نۀ ئې سيال پۀ هند کښې شته دے نۀ ثاني پۀ بنګاله کښې...

 

لکه ونښلي مرغۍ پۀ سست دام د سلو لومو......

هسې رنګ پرېشانو زلفو کښېستم پۀ کشاله کښې....

 

دا زما له غمه شين زړۀ پکښې خيال د يار د شونډو...

هسې رنګ زېب و زينت کا لکه مئ پۀ شنه پياله کښې.,

 

ما وې عين ګڼه يو ګل دے د غنچې پۀ لمن نغښتے...

کۀ مې کوت يو ګل اندام وۀ پروت پۀ سبزه دوشاله کښې.,

 

ښکلي مخ کړي ولې ناسته پۀ مجلس د رقيبانو...

پۀ جوار د سپيو نۀ وي هيڅ ارام پۀ غزاله کښې...

 

سر تر پايه غم د هجر لکه نے سورے سورے کړم....

ځکه يم مدام دا هسې رنګ پۀ آه او پۀ ناله کښې...

 

کۀ يار غواړي هومره ژاړه څو درځي عبدالحميده...

دا پۀ دا چې در موندۀ شي پۀ درياب يا پۀ ناله کښې...

 

          مو شګاف شاعر حميد ماشوال

 
-
بېرته شاته