(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احتجاج

[01.Jun.2017 - 11:01]

چرته دې د قـام د زړه درمــان چرتــه دې؟

سر چې تـرې نه زار کړې هغه ځوان چرته دې؟

 

ستاسو جنازو کې قتـل عام وشو کنه؟

ظلم د جمات په در او بــام وشو کنه؟

جبر مو په دین دنیا د قام وشو او که نه؟ ؟

نـو تاسو احتجاج وکړو؟  نه!  او ولې؟

ستاسو د رښتیا وئلو توان چرته دې؟

 

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دې؟

 

ستاسو په زرګونو میاندې بورې شو که نه؟

خويندې مو په ژړا بـاندې رنځورې شوی او که نه؟ ؟

کونډې مو په خیرات غوښتو مجبورې شوی  که نه؟

 

نو تاسو احتجاج وکړو؟  نه!  او ولې؟

نشته ګجو خان او باکو خان چرته دې؟

 

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

ستاسو په جنجونو بمباري وشوه که نه؟

ستاسو په جرګو کې خونریزی وشوه که نه؟

ستاسو د حجرو بې حرمتی وشوه که نه؟

نو تاسو احتجاج وکړو؟  نه!  ولی؟  

 

نشته ملتان خان او عجب خان چرته دې؟

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

 

کورته دښمنان درننوتلی دی که نه؟

ستاسو یی په غوږ شپیلئ ایښلی دی که نه؟

ستاسو یی خوبونه تښتولی دی او که نه؟

نو تاسو احتجاج وکړو نه؟  ولی؟

نشته د جندولو عمراخان چرته دی؟

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

 

وینی مو په خپل کور کې ارزاني شو او که نه؟

کډې مو په نیمو شپو روانې شوی او که نه؟

ستاسو د بچو مدرسې ورانې شوی که نه؟

نو تاسو احتجاج وکړو ؟ نه!  ولې؟

ورک شو دریا خان او ایمل خان چرته دی؟

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

 

ستاسو د تاریخ نښې یی ورکې کړی که نه؟

تاسو ته یی خپلې درنې سپکې کړی که نه؟

هر خوا ته یی کرکې کرکې کرکې کړی که نه؟

نو تاسو احتجاج وکړو نه ولی؟

راوړې پیر روښان او باچاخان چرته دی؟

 

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

 

قام د مغل خیلو نه ویزار دی او که نه؟

دلته هر تور مخې زموږ پلار دی او که نه؟

دلته د شین سترګو اقتدار دی او که نه؟

تاسو احتجاج وکړو ؟ نه!  ولی؟

راولې سرتور ملا مستان چرته دی؟

تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی؟

 

اباسین یوسفزی

 
-
بېرته شاته