(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوند کېسه

[17.Jun.2017 - 12:49]

‎بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟

 

‎چې د اواز په ښکالو نه پوهیږې

‎چې د خوشبو د ترنم رنګونه

‎د شپې د غار په کنج کښې اوغورزوې

‎چې د ملالې ټپه خپو لاندې کړې 

‎چې د مشال د سوال مرۍ خپه کړې

 

‎ بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟

 

‎چې د ګورګین د خلې سندره وائي

‎چې د میرویس د ازادۍ  ترانه

‎زخمي زخمي کړې او په سیند لاهو کړې

‎د اورنګزیب غوندې د زړه کافر خو

‎د تقدس په ولایت یادوې

‎خو د خوشال قلم ټکړې ټکړې کړې

 

‎بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟

 

‎د مستبد راښکلې شوی عکس

‎د خپلو سترګو په ګاټو کښې نغاړې

‎ځان ته د ځان په سترګو نه شې کتی

‎ځان د محل د منارو سجده ریز

‎ځان به همیش د بل په سترګو ګورې

 

‎بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟

 

‎او ته به وائي که دا یو کیسه به

‎ستا د پیړو د زخم پاهه جوړ شي

‎ که ته خبر وې دا ذرې ذرې ژوند

‎د قهرمان د اژدها خوراک دې

‎او د فطرت اصول څه داسې وائي

‎د ازادۍ متبادل نشته

 

‎خادم حسین

‎پیښور

 
-
بېرته شاته