(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږې شون‌‌‌‌‌‌ډې

[01.Jul.2017 - 22:11]

خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي؟

ښکلي غاښ دې مرغلرې نه دي څه دي؟

بې له تا چې راته نور مخونه ستايي

داوماوته خبرې نه دي څه دي؟

چې تسخير په تورو ستر ګو کا دزړونو

سيه چشمې سحرګرې نه دي څه دي؟

چې د زلفو په زنځير يې زمري بند کړل

هوسۍ سترګې زورورې نه دي څه دي؟

چې دباغ سروې يې پستې تر قامت دي

پښتنې په قا مت سترې نه دي څه دي؟

وايې نورې مينې ليرې کړه له دله

ستا دمخ په دورليرې نه دي څه دي؟

چې لاشې يې دخوشال په زړه څر خيږي

سرې لښتۍ يې سرې بنبرې نه دي څه دي؟

(خوشال بابا)

-
بېرته شاته