(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورمحمد ترکي ته

[08.Jul.2017 - 21:43]

سږکال د چنګاښ د میاشتې په ۲۳ نېټه د پښتو د ادب د ځلانده ستوري، د پښتو د ادب د ریالیزم د سبک د بنسټ ایښودونکي او د شلمې پېړۍ د دوهمې نیمايي د وتلي سیاسي شخصیت نورمحمد تره کي د زېږېدوسلمه کالیزه ده. په ۱۳۵۸ کال کي د دې ورځې په مناسبت د پښتو ژبې ستر شاعر مرحوم اجمل خټک دا لاندي شعر ډالۍ کړی

اجمل خټک لیکي:

« دا چه د خلقو او ټولو محنت کشو د ګران مشر د زېږېدنې د ورځې په مناسبت د هغه په نامه

ټولو خلقو او اولسونو ته د مبارکي خط لیکلو اراده وکړه، نو د نثري خط په ځای دا اشعار ولیکلي شول او په دې بختوره ورځ خپل ګران ملګري ته دا « سور ستوری » په مینه پېش کوم         سور ستوری

نن سحر چه نمر ختلوزمونږ غرو کښې   ور سره وو یو سور ستوری پلوشو کښې

د شعور رڼا يې وکړه په هیواد کښې       نوی ژوند يې را پیدا کړو اولسوکښې

د خوارانو د کوډلو حرکت شو             زلزلې يې را پیدا کړې محلو کښې

په درو او اورشوګانو کي را خورشو     د غیرت وینه يې ګرمه کړه رګو کښې

د ځوانانو د شعور ډېوې شوې بلې         د ژوندون احساس پیدا شو په زړو کښې

په دې زوړ هیواد کښې نوې رڼا راغله    د نهضت سحر ښکاره شو تورو شپو کښې

د ذهنونو تور تمونه شول روښانه           سپینه ورځ شوه د وهمونو جزیرو کښې

د افکارو سپرلي وشیندل ګلونه              نوې هیلې رامسکې شوې په غنچو کښې

د محنت د سباؤن ستوری را جګ شو      غلبلې شوې د ستم تورو تیارو کښې

د ماضي تور زنځیرونه يې وراسته کړل   د یوه نوي مستقبل په ولولو کښې

د ایشیا د زړو زخمونه سرې لمبې شوې    د مشرق د سور سحر په منارو کښې

سور بیرغ شو د شنکي آسمان لمن کښې    سپین سحر شو دهیواد په غاړو غرو کښې

اولسونه رابیدار شول راولاړ شول          د دې ستوري په روښانه پلوشوکښې

خواری کښ د نوي دور سور لښکر شو    تندر پرېوت د رجعت په کوټکو کښې

د هیواد نه چغه پورته د اولس شوه          زلزله شوه د زردارو په بنګلو کښې

په رڼا ورځ تر نه سور انقلاب جوړ شو    راولاړ شو د ځوانانو ارادو کښې

د پېړیو د ستم خوني شوې ړنګې              د خلقیانو د شعور مستو څپو کښې

په هیواد کښې جنډه جګه دمحنت شوه         ستم ښخ شو د ماضي تورو ايرو کښې

اولسونو کښې خوږه ورورولي راغله         مینه مینه ده په سترګو په سینو کښې

استثمار د ظالمانو سره ورک شو              اوس به يې مینه راټوکیږي په پټو کښې

لاړو وخت د مفت خورو خانانو تېر شو       مستقبل  دی د بزګرو په خولو کښې

د دې ستوري د رڼا له برکته                    اخترونه دي په غرونو په رغو کښې

د امو د زر زري څپو عکسونه                 نن ځلیږي د اټک رڼو اوبو کښې

د هیواد د غرونو سور ستوري ته کیږي       اتڼونه په بلوچو پښتنو کښې

فرق د ژبې د نژاد د منځه لاړو                 ولولې دي خواریکښو شازلمو کښې

د سالنګ د سپینو واورو ځل ته خاندي         بحر هند کي ملغلرې په سیپو کښې

د انسان د ارتقاء مثال به بل وي                 سره بڅري شته زمونږ په انغرو کښې

چي يې سترګي کړې د ټول هیواد روښانه     دغه ستوری شو پیدا په تره کو کښې

ستا اجمل خټک

۱۴ جولای ۱۹۷۹

 
-
بېرته شاته