(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز

[16.Jul.2017 - 21:36]

طنز

محمود نظري

ملګري ملتونه که داحصایې آمریت ؟!

د ملګرو ملتو کار دی اوس د مړو احصاییه

ځکه هغه هم  چلیږي د امریکا په سر سایه

هغه هغه کار کوی چې هغه امریکا غواړي

له چرګوری لپاره يې په کار ده دچرګ سایه

***

د بی بی سی د وب سایت دنن خبر دی خورا ښه

ددنیا بیخی خورا مهم خبر په کښې سوی دی په نښه

افغانانو ته دا ډير خوږ خبر دی  له ټوله د نیا

وای له دی وروسته  سنی لیون نه خوري غوښه

داچې دلته هر ورځ په سلوقتلونه  او خیانتونه کیږي

بی بی سی ته نه پوهیږم څنګه مهمه سوه دا پکه باښه

رسنۍ  هر یو په خپل خپل چرتونو کی  ډوب دی  

هر یو اخته دی په خلاصي  دخپلې تړلي غوړاښه

دا د افغانانو وژل نور  هیڅ چا  ته مهم خبر نه دي

خیر بي بي سي ته هم یوه ټوکه کول ور بښه

 

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 طنز، محمود نظری

 چورستان که افغانستان!

 شکر دلته یوازی نه د پولیس وکیل او وزیر چور دی

الحمدالله بس نه د ښاروال، دوکاندار او مدیر چور دی

وايي لوی چور په اسلام کې ډیر لوی او لوړ ثواب لري

مرحبا  نه یوازې د قاضي څارنوال او امیر چور دی

په ښار کي په کلی کی په بدیا کې هر ځای لاندی باندي

دښه بخته  نه مازی د واکمن د صغیراو کبیر چور دی

دلته هم پاچا خوشاله  او هم ولس چور چور خاندي

زهی سعادت دلته  ناروغو ته د  ابن سینا اکثیر چور دی  

نن سته دسبا ورځي څه باور دی د دې دناتو د غلامانو

خوشا دلته نه د دین  دهر ببر پیر او لغړ فقیر چور دی

دا چور د دې ځایه هیڅ کله  کډه نه کوي بیغمه کښينه

بخت او نصیب دا چور د ناتو داد او اسلام ګیر چور دی 

دلته هر چورلکه لمونځ  په اذان او الله اکبر پيل کیږی

شاباس دلته د جهادیانو او مقاومتیانو اول تکبیر چور دی

  الحمد الله دلته هیڅ څوک یی په سوټې مخه نیولای نسي

سل افرینه دلته اول فرض تر لمانځه  لا کبیر   چور دی

په لوی مقام، څوکۍ اولوړ بست  هره ورځ بزکشي  ده

نیکا جهادیان وایی په  اسلام کې عبادت کثیر چور دی 

غټه څوکۍ په لویه واسطه یا شنه ډالر پیسه پيداکیږي 

مرحبا د دوبی  د ابادولو همدا د شا لوی تیر چور دی

دلته کارونه اصلی اهل کار یا یی ال  ته سپارل کیږي 

په ټولو بستونوکې اصل کار د مرید او پير چور دی

د وحدتی دولت د چورواکو تر مینځ بیا د چوراتیلاف وسو

شکر دلته روا هم د ټپ ړانده  هم د ښه بصیر چور دی

هغه چې په دی اشغال دولت کې کارکوی کله کوي توبه

افرین دلته روا  هم د غریب او هم د امير چور دی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

طنز، محمود نظری

 د چورمقاومتي دغلا جهادي

 که موږ نه وای تا سو به چورغلا ته هسې بلل څوک؟

بیله دسپينو ورځوغلو به ارګ ته  په منډه هسې ختل څوک؟

موږ امریکایانو ته په غیچي سره سکښتولو ته سر کیښود

که موږ نه وای تاسو به هر ورځ هسي ښکنځل څوک؟

داسې نه ده،  موږله اوله په غلا او وطنفروشي سم روږد وو

موږ اتل لا د پيسو و لپاره په لارو کې هسې ځورول څوک؟

اوس موږ ته لوی بادار ویلي یوازې پښتون دی د آزادي پتنګ

چا  اوس لیدلی یو بیله پښتونه  بل هسې وژل او رټل  څوک ؟

موږ پښتانه واکمن که څه لکه موږ مرییان وي نور نه غواړو

زموږد فاسیدو په لست کې بې پښتونه بل هسې غوښتل څوک؟

دلته جنګ  دی دناتو دبې غیرتو او باغیرتو د تکړو  اوښومرییانو

تا لیدلی بیله د واکمن پښتونه بل یو فاسد هسی شړل څوک؟

پښتون که څه هم  دواک چغال دی چې لیري سي زمری سي

که واکمن زمریان وای دې چغالانو به کله هسې داړل څوک؟ 

***

که موږنه وای تاسو اوبو وړاست

طالبانو  د کوچنیو ږیرو نیواست

تاسو نیک مرغه یې چې موږ سره یاست

کنه تاسو ټوله داعشانو اومه خوړاست

موږ ستایو ټولو توري بلا وي واخیستې

اوس مه وایاست دې مجاهدو چورکړاست

***

غنی خپلو درباریانو خراب اوتراب کړ

وایي که زه نه وم بیا به زماارمان کړاست

داسې وکړه چې اوس درته وکړو دعا

تاسو ولي د خاینانو د محاکمې پلوی نه یاست 

خاینان لیري او ټوله محکمو ته وسپاره

ومنه د پارلمان سلب د صلاحیت او سیګار خواست

هم دی ځان ته غم جوړکړی هم ټول ولس  ته

ټولو لوچکانانو ته د واک ،په کار دی برخاست

دوې هندوانی په یو لاس کي نه نیول کیږي ماتیږي 

ولس غوره، خاین وشړه    زور ولس زور خداست

 
-
بېرته شاته