(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګړيوالې

[25.Jul.2017 - 13:02]

د بنګړيوالې مشهوره  لوبه

عبدالله استاذ د نوښار

د مولانا عبدالله  استاذ  د نوښار  نوم  به  چا نۀ  وى  اورېدلے .هغوى  فاضل  ديو بند وو،  هغوى  د نعتونو او حمدونو  ډېر کتابونه  ليکلى   دى  د هغوى  جوړې  کړې  لوبې چاربېتې  او رباعيانې  د هغوى  په  "ذرات خورشيد  المعروف په کلام لبيدِ افاغنه"  نومې  کتاب  کښې  د هغو  شاګرد حاجى  محمد صاحب  د پندو  کلى  راغونډې  کړې  دى  او د کتب  خانه  اکرميه  قصه خوانۍ  پېښور  له  خوا چاپ  کړى دى. د هغوى  د بنګړېوالې  لوبه  چې  په  خپل   وخت  هم  ډېره  مشهوره شوې  وه او اوس  هم  يوه  ژوندې  سندره  ده. د "پاڅون" لوستونکو  ته  سره  د مننې ډالۍ کوؤ.  (پاڅون /مردان)

      سپينې  باريکې   لېچې  تشې  ګرځومه

  بنګړيوالې _ ترورې _زمونږ  کوڅې  ته  راشه

 

      سپينې  باريکى_ ليچې  ابدارې

  ګرځوم   تشې  _کـــۀ  راشې  خوارې

      د ورور  په  جنج _ تلمه   په   لارې

  ټوپ  مې  وهلو  په  لښتى راپرېوتمه

                                                 بنګريوالې _ترورې  زمونږ کوڅې ته راشه

      بنګړى مې مات شول_ ښۀ بلوري وو

 د شيشــو  ډک  (ښـــۀ) _سراسرى  وو

      څـــۀ  د  لاهؤر_ څـــــــۀ  کشميـــرى  وو

  ذرې  ذرې شول ورپسې ارمان کومه

                                                 بنګړېوالى_ ترورې  زمونږ کوڅې  ته  راشه

      وې  جونه  مستې_ په  جنج  روانې

  پـه  مسخرو تلـې_ چوزې  نادانې

      شى  دې  مېراتې_ لــرې  سخرانې

  د بــرمــه  لار د اشنغر  پرېستې  يـمه

                                                بنګړيوالې  _ترورې  زمونږ کوڅې  ته  راشه

      بنګړى  به  درکړم _  پــه   ټاپه  ختى

 د نقـاشانـو _ د لاسـه  وتى

      پکښې به جوړوى _ زعفرانى قوتى

  کۀ خوښ دې نۀ شو مال به بيرته درکومه

                                                بنګړيوالې  _ترورې زمونږ کوڅې  ته  راشه

      اے  بنګړيــوالې  _   واوره  کلام

 راځه  په  مياشت کښې_يوځل  مدام 

      بنګړى  به  اخلم _  په  پـــوره  دام

  په شرنګهاريې عبدالله خوشحاله وومه

بنګړيوالې  _ترورې زمونږ کوڅې  ته  راشه

پاڅون /مردان

 

-
بېرته شاته