(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوګوره تۀ ماته

[25.Jul.2017 - 13:22]

 

 

اوګوره  تۀ  ماته

لیک: م ر شفق

د زيارت ورځ  1 ستمبر 2016ء (28 ذيعقد1437 هجرى)  نېټه وه.  د پښتو  بزرګ  شاعر  عبداللطيف  شاهين  روح  د بدن  د پنجرې  نه  ازاد  شو او د دې  جهان  نه  يې  بل  جهان  ته پرواز  وکړو. الله پاک دې يې وبخښى  په  دغه  ورځ  د مازپښين  نمانځۀ  نه  پس  کبل  سوات کښې  جنازه  وشوه  او بيا د دۀ  مړے  خاورو ته  وسپارلے  شو  په  ګور يې  نور  شه   آمين.

د زيږون  تاريخ  يې  محترم  همېش  خليل صاحب “ د قلم خاوندان“ کښې 1936ء ليکلے دے په دې حساب  يې عمر د وفات کېدو په وخت  اتياکاله وۀ .د پلار نوم يې احمد جان خان (نيکي خېل_ کبل) وۀ.  د ارواښاد لطيف شاهين  ړومبۍ  شعرى  مجموعه  “شغلې“ د پخوانى سوات  رياست  والى  صاحب  په  دور  کښې  چاپ  شوې  وه. د شاهين  صاحب  نمسى  ډاکټر نصيب احمد جان او د دوي  ملګرو اتل افغان او نورو د ادبى  تنظيم  “کتاب کور“  په  اهتمام  شغلې  په  دوېم ځل هم  چاپ  کړې  ده. بله   شعري  مجموعه  “وګوره  تۀ  ما ته“ هم  دغه   تنظيم د طباعت  په  کالو ښائسته  کړې  ده. محترم  همېش خليل د عبداللطيف  شاهين   د دوه  ناچاپه   شعرى  مجموعو  “ډيوه  او سيلۍ“  “ګلونه او ازغي“ ذکر کړے دے.

د پښتو کوم شاعران  چې  له  دنيا تېر شي هغه په عمومى  ډول  هېر کړي  شى او کوم اولس  چې  خپله  ژبه  ادب  او ثقافت  نۀ  پېژنى  هغوى  په  خپلو  ژونديو  شاعرانو  د بى غورۍ  خاورې  اړولې  وي  نو مړۀ  خو دې  اډو ګيله  نۀ  کوي.

عبداللطيف شاهين  د چا په  يادو کښې  راتلو  او  کۀ  نۀ  راتلو خو  په  يو  غزل  يې ځان  په  خلقو  پېژندلے  وۀ. “وګوره  تۀ  ماته  ستا  نظر کښې  څنګه  ښکارم“  دا غزل  به  د پېښور  ريډيو سټېشن  نه  د  يو سندرغاړي  (غالباً هدايت الله)  په  خوږ  مترنم  اواز  کښې  کله کله  نشر کېدلو عام  او خاص  به  ډېر خوښولو  او ستائېلو  بيا  نورو  سندرغاړو  هم دې  غزل ته  د خپلو اوازونو خواږۀ  او د طرزونو  ښائست  ورکړے  دے. 

           وګوره تۀ ماته ستا نظر کښې څــنګـــه ښــکارم  

زۀ مجنون د مينې په منظرکښې  څنګه ښکارم

د غزل شهرت هغه وخت نور زيات شو چې د کابل افغانستان ريډيو د مشهورې سندرغاړې قمرګله په اواز  کښې خور  کړو. د کابل  ريډيو چارواکو پکښې د قمرګلې  په مناسبت  لږ  غوندې   ترميم  کړے  وۀ او د مطلعې  دوېمه  مصرعه  به  داسې  وئيلې  شوه

“زۀ  لېلا د مينې  په  منظر  کښې   څنګه  ښکارم“ يو ادبى  روايت  دے  چې  د اردو  شاعر  مرزا اسد الله خان  غالب  د خپل  هم  عصر  حکيم  مومن  خان  مومن  دا شعر  واورېدو. 

تم  ميرے  پاس  هوتے  هو گويا    

جب  کوئى  دوسرا  نهين  هوتا

نو ارمان يې  ښکاره  کړو چې  “زما  ټول ديوان دې  واخلى خو داشعر دې ما له راکړى. “د عبداللطيف  شاهين  په ريډيو  نشر شوى  ايکى يو غزل دغه  حيثت موندلے وۀ د ريډيو سترو سترو شاعرانو به  خواهش کړى وي چې کاش داسې  يو غزل مونږ  هم وئيلې  شوې. 

وګوره  تۀ   ما ته   ستا  نظر کښې   څنګـــه  ښــــــکارم  

زۀ  مجنون  د مينې  په  منــــظر  کښې  څنګه  ښکارم

       منم  چې  درياب کښې  ډېـــر  لعلـــونه  ځلېـــدلى   شي 

زۀ    د خپلو  اوښکو سمنــــدر  کښې  څنګـــه  ښکارم

    تا خو  به  ليدلې  په  ګلشن   کښې  ډېـــر ګلـــونه   وي 

زۀ  تنها  پــه  څانګه  د انـــځر  کښې  څنګــه  ښــــکارم

زۀ  په  تصـــور  کښې   جـــوړومه   تصـــويـــــرونــه   ستا  

دا  زما هنر  دے  دې  هـــنر  کښې  څنګــــه  ښـــکارم

باغ کښې بلبلان اوسي شاهين په دنګو غرونوکښې 

ياره  اشنا  وايه! اوچت  غـــــر  کښې  څنګـــه  ښکارم

پاڅون/مردان

-
بېرته شاته