(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خمار مې نه ماتېږي

[03.Aug.2017 - 18:37]

خمار مي نه ماتېږي

 

خمار مي نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي

ساقي راته اشنا دئ خو جامونه بېګانه دي

 

پښېمانه درته نه يم بد ګومانه راته نه سې

جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي

 

سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى

پردى قاصد راغلى پېغامونه بېګانه دي

 

پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى

لمبې پكښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي

 

دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه

نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي

 

لښكر د غمازانو دي له كومه رابللى

جانانه ستا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي

 

چي زما د لېونو چيغو جواب ورسره نسته

يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي

 

غرور مي له ناكامه تش آسمان ته كچكول نيسي

ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي

 

ستا دم د مسيحا دئ زه منكر ور باندي نه يم

طبيبه لاس دي جار سم پرهارونه بېګانه دي

 

سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده

په دې سركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي

(عبدالباري جهاني)

-
بېرته شاته