(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه غزلې

[07.Aug.2017 - 21:26]

کلام رمضان ارماني 

تل به یادېـږي ننګیالي پښتانه

ډک له غیرته غیرتي پښتانه

 

دننګ شملې چي یې اوچتي وي تل

کله هېرېـږي مېړاني پښتانه

 

تاریخ یې پروت دی په نړۍ کښي مدام

دجنګ میدان ته ځي ورځي پښتانه

 

ننګ اوغیرت به یې هروخت کولو

داسي څرګنددي ازالي پښتانه

 

توپېرپه منځ کښي زموږچاراوستی

هم دراني هم دي خلجي پښتانه

 

تل وي وران دخان شهیدپه لاره

وطن په وینوخپل ساتي پښتانه

 

زه ارماني یې ننګ غیرت یادوم

له سره تېردي توریالي پښتانه

 

 

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

هرخواچیغي نارې دي پښتونخواپه وینوسره ده

داخاوره دمیرویس اواحمدشاه په وینوسره ده

اورنه دي لمبې دي داپرموږباندي بلېږي

یواځي پرموږبل دي که دنیاپه وینوسره ده

دمیني محبت خبري ورکي شوې له موږه

مجنون هم په ژړادی چي لیلاپه وینوسره ده

کابل که قندهاردی پېښورپه وینوسورشو

دکویټی ښارنه جوړه کربلاپه وینوسره ده

هرماشوم ټپي ټپي دی هم ځوانان په وینورنګ

خنداله موږه ورکه ده ژړاپه وینوسره ده

قلم مي په ژړادی هم کتاب راته ژړېږي

خوره سوه توره شپه چي مورڼاپه وینوسره ده

خوره به خوشحالي شي ارماني دامي باوردی

پرې مودي لاسونه زموږدعاپه وینوسره ده

 

( رمضان ارماني )

 
-
بېرته شاته