(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر

[08.Aug.2017 - 11:41]

چـې مـهــتـر کـا لـه کــهـــتــر (1) ســره اړۍ

بــدلــوي لــه ســادگــۍ شــال پــه شــــــړۍ

چې بل بولي د سپي زوي هغه هم سپی وي

نــه کــا ســپــي ســره نــښــت زوي د سـړۍ

لـه هـغـه چـې ولـې سـپـی پـه کـاڼـو لـوټــو

دا بــهــتــر دی چــې ورواچــوې نــمــــــړۍ

هــی تــوبــه شــه لــه دغــه نـامـه نـښـانـه

چـــې دې ودروي د بــــــدو لـــه کـــــــــړۍ

پـه پـيـرۍ کې د ځـوانـيـې چـارې نـه شـي

مـــه ږده ای زړې بـــوډۍ پــــه ســــر دړۍ

هـره چـار لـه خـپـلـه وخـتـه سره زيب کا

سـپـيـن ويـښـتـه نــه دي د څـڼـو د څــړۍ

پـــه دنـيـا ټـپـريـده ډېـر نــه دي پــه کـار

څــه څــمــلــې لـه دې بــوډۍ غـاړه غـړۍ

د مـهـتـرو پـه ځـاي مـه کـښـيـنـه کـهـتره

د وريــښــمــو پـــه نـرخ مـــه پـلـوره وړۍ

د پـيـړۍ صـد سـالـه عـمـر صــدقــه شـــه

د ځــوانــۍ د شــپــو د ورځـــو تـر گـــړۍ

چې دا هسې سپين سپيڅلی نصيحت کا

مــه کــړه خــداي د "حـمـيـد"  ژبــه تـتـړۍ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1) مهتر  ــ مشر , کهتر ــ کشر

 عبدالحميد مومند 

 

-
بېرته شاته