(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا د یو شعر

[11.Aug.2017 - 15:29]

د رحمان بابا د یو شعر تنقیدی مطالعه

سمیع الدین ارمان داؤدزی

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه

کۀ آباد که څوک ویران حرم د زړۀ

 

۱.. زړه ته کعبه ولې وئیلې شوے ده؟ 

پښتانه "زړه" داسې داسې استعمالوي " زما په زړه کښې اوسه، زړه مې پرې اوبه نه څښي، زړه مې نه کیږي، زړه مې نه مني، زړه یې ځوان دے، زړه دې یخ شو؟ د زړه په سترګو ورته اوګوره، یو زړه مې یوڅه او بل زړه مې بل څه وائي، د زړه ستن، د زړه آواز، د زړه ټوټه" دا ټول مثالونه راښائي چې زړه یو تمثیل دے. دغه رنګ کعبه هم یو تمثیل دے، په عربی کښې مرتفع ځګې، شش جهاتی زاویانه مرکز، چوکور کوټه، شپږګوټیز شکل، عظمت، تقدس، شرافت، بکارت او ارتفاع غوندې نورې هم بلها معنې ورکوي. څومره چې زړه زورور علامت دے داسې کعبه هم ده. علامت د شعور سره سره د ذاتی، اجتماعی لاشعور او آساطیري سرمایئے سره هم پیوستون لري، هم دا وجه وي چې په معنوي تشکیل کښې د ډېر مهارت متقاضی وي. هم دا علامت وي چې د ګڼ اړخیز او دوامی استمرار لپاره د متن جولۍ ډکوي. هم دا علامت وي چې د ماضی سره ګنډلې، د حال سره بلد او د مستقبل واږې په لاس کښې نیولې سفر کوي. هم دا وجه ده چې اکثر نقادان ګڼي چې عالی ادب د عالی علامت نه مستعار وي. دلته دې شعر کښې زړه او کعبه دوه داسې زورور علامتونه دي چې زه ګڼم په مشرقی ادب کښې که د نمائنده علامتونو مبنی برانصاف چوڼ کیږي نو دا به کښې پکښې خامخا ځائ نیسي. 

۲.. تلمیحاتی ادا یې په دې وجه حسن نور زیات کړے دے چې شاعر پکښې د مخفی خودتنقیدیۍ اظهاریه هم وړاندې کړے ده. 

۳.. د زړه پرسانیفیکیشن هم د "حرم" په شان منفرد مکانیت په زور ترسره شوے دے. 

۴.. دې شعر کښې د عمومیت انتها تشکیل شوے ده. د هر قسمه "کاسټ. کریډ او کلر" نه ماورا فکر دے.

۵.. تقابل.. د کارل ګسټاو ژونګ د تقسیم مطابق وئیلې شو چې درون بینۍ ته په بیرون بینۍ ترجیح ورکړے شوے ده. هم د دې موصوف د ذاتی لاشعور او اجتماعی لاشعور هومره وسعت او د انسانی نفسیاتی ورثے په اشتراک د یو مرکز (عمومی نفسیاتی رویه) او تفاعل (د ژونګ په فکر) تشخیص او تعیین پکښې شوے دے. 

۶.. باطنی ابادکارۍ ته د خلیل غوندې متفق علیه پیغمبر په تاریخیت، خارجی تمثیلیت او شعار باندې ترجیح ده. دلته یو سري تخلیقی طنز موجود دے. هغه داسې چې خلیل خو ټول سامیان پیغمبر ګڼي او مني یې هم، خو بیا هم د هغه په تاریخیت او شعایرو د یو طبقې انسانیت ټیکه ده. "ویران حرم" د دې طنز لویه او ښکاره استعاره ده. ویران حرام نه مستعار انسانیت نَن هم په مقدار او معیار د خلیل د کعبې د وارثانو نه ویړ بهیر دے. 

۷.. د خلیل د کعبې ترکیب کښې اصلاََ شاعر د وطنیت، علاقائیت، حسب نسب. لسانیت او د نسبت تمامی تنوع نه منطقی طور راټوکیدلې تفوق، تفریق او تخصیص په یو مشترک آساس (زړه) باندې تړل غواړي. دا ځکه چې د دې آساس طرزِارتقا د جهاتی ماحول، جینیاتی توارث او انسانی تجربیت په بنیاد د یو اکائي حیثیت بیامومي. ژونګ او فرائیډ دواړو د داسې بلها کیس سټډیز احوال محفوظ کړي دي چې یو سړے د مشرق دے، بل د مغرب دے. دواړه په جغرافیه، نسل، نسب، ماحول او تربیت د یو بل نه په هره پیمانه مختلف دي خو د نفسی حقیقت په ادراک یا د هغې په مرحله وار یون کښې بیخي یوشان سفر کوي. 

۸.. دې شعر کښې "آبادکاري" یو نفسیاتی درونی تفاعل ګرځولے شوے دے. نفسیاتی حقیقت په اړه ژونګ لیکلي دي چې دا په یوه حواله هم د طبیعی او جسمانی نه کم څیز نه دے. دا خپل ساخت لري او د خپلو مخصوص قوانینو لاندې کار کوي. هغه مزید وائي چې زه څه هم تجربه کووم دا اصلاََ یو نفس وي. حتی چې جسمانی تکلیف هم اصلاََ یو نفسی واقعه وي. دې نه خو انکار نه شي کیدے چې نفسیات د ډرائیونګ فورس حیثیت لري. هم دغه وجوهاتو په بنا د راجح کرښه تازه کړے شوے ده. 

۹.. د زړه دا علامت په قرانی نکته نظر هم ډېر غنی دے. 

۱..ان فی ذالک لذکری لمن کان له قلب او القی السمع وهو شهید....ق

۲.. افلم یسیرو فی الارض فتکون لهم قلوب یعقلون بها.... حج ایت ۴۶

۳.. افلا یتدبرون القران ام علی قلوبهم اقفالها... محمد ایت۲۴

۴.. ربنا لا تزغ قلوبنا... ال عمران ایت۸

۵.. لایسعنی ارضی ولا سمای ویسعنی قلب عبدی المومن التقی (الحدیث)

۱۰.. د دې زړه علامت کښې نور بلها صفات دي چې د ژوند او کائناتی شتون لپاره مونږ ته اصول په ګوته کوي. لکه تحریک ِمسلسل. استغنا، استقلال او مرکزیت!!

۱۱.. زړه که اباد نه وي او ویران وي نو هم ورته د شعر په متن کښې یو تقدس حاصل دے چې سره د ویرانۍ ورته حرم وئیلې شوے دے. او د مکان او مکین دغه نسبت پکښې د حدیث دغه یاده ټکړه کښې هم واضح دے. 

۱۲.. "ویران حرم د زړه" یاد شوے دے. مطلب دا شو چې زړه نور هم څه اجزا یا عوالم لري. حرم پکښې یو جز یا یو عالم دے. دا هم ډېر لطیف او جدید نظر دے. د دې تعلق د پښتو د دې محاورې سره دے چې یو زړه مې غواړی چې ورشم او بل زړه مې غواړی چې نه ورځم!! زه دې ته بالکل په دې نظر ګورم چې نفسیاتی سائنس وائي چې انسانی دماغ کښې دوه دماغه دي. یو ګس دماغ او بل ښے دماغ. د دواړو تفاعل د یوبل نه جدا دے. ګس دماغ د تجزئیے، ریاضیاتی او سائنسی اصول لري. ښے دماغ فلسفیانه، شاعرانه او تالیفی اصول لري. هم دا اصول دي چې د سائنس د ډومین نه بهر په سوشل، هیومینیټیز، ادب او مذهب کښې هم نوې نوې لارې پرانیزي. وئیلې کیږي چې د انسانی ارتقا په اولني مراحلو کښې زور او ارتکار په ښي دماغو وو او اوس ارتکاز په ګس دماغو دے. بل نادر تفصیل پکښې داسې دے چې د ښي دماغو تعلق د جسم د ګس اړخ سره او د ګس دماغو تعلق د جسم د ښي اړخ سره دے. 

دلته که صرف د دماغ یا زهن په ځائ "زړه" فرض کړې شي نو ټوله خبره جوړیږي. او د نفسی حقیقت په سائنسی آساس او د عرفانی، سری، باطنی او صوفیانه روایت په بنیاد دا مفروضه جوازونه هم لري. 

۱۳.. ویرانی او ابادی یې د طباق په صورت کښې اصلا، واقعتاََ او اصطلاحاََ مستعمل کړے ده خو د دې مابعدالطبیعاتی نفسیات چې د ډرائیونګ فورس حیثیت لري یې هم په ګوته کړي دي. آبادکاری یې د مادې نه غیرمادې ته بوتللے ده. 

 

سمیع الدین ارمان 

ایډورډزکالج پیښور

لسم اګست۲۰۱۷

-
بېرته شاته