(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سیند

[11.Aug.2017 - 15:40]

د دې عصر منلي شاعر "کاروان" صیب ته د "کونړ سیند" دا دردناکه ناره 

 

راته نارې وهي چې اورې کنه؟ 

ماوې چې غوږ یم درته، وایه قربان 

ده وې قربان دې جار خبره واوره 

سلام مې وایه پر وطن د افغان 

*****

ما وې په سترګو یار، وعلیکم سلام 

ده وې چې ګوره کنه، سترګې دې جار 

ما وې ها وایه دادی ګورم درته 

وې بیړه مه کوه ایسار شه ایسار 

*****

ما وې ایسار یم درته څه دې ویل؟ 

دی سلامي شو د څپو په وزر 

ده وې چې عرض لرمه غوږ شه راته 

راز درته وایم باندې ښه شه خبر 

*****

زه د کونړ د دنګو لمنځو اروا 

زه د نښتر او د څېړۍ سندره 

کاروانه تاته په ځولۍ کې راوړم 

پولۍ پولۍ ددې پېړۍ سندره 

*****

زه چې له خپله زوره مست روان شم 

د سترګو رپ کې کروندې یوسم 

نو شاعران مې تور قاتل و ګڼي 

د ښکلا سپینې پاغوندې یوسم 

*****

ګوره چې ته به مې دښمن نه ګڼې 

ما سره مینه وکړه مینه وکړه 

رنګ به مې تور، وي خو دا زړه مې سپین دی 

ته په ایمان خبره سپینه وکړه 

*****

زه چې یو ځلې په مستۍ راشم 

آخر یو سیند یمه ګډا به کوم 

د ډبرین کمر سینه به څیرم 

شور به کومه او غوغا به کوم 

*****

غرڅې راوړم د غره له سره منم 

له شنو لمنو نه مې سوی راوړی 

ما د نښتر له پښو نه کاڼي ویستي 

او ما د غوڅو لمنځو بوی راوړی 

*****

څپې څپې به غورځنګونه وهم 

اخوا او دې خوا به ډبرې ولم 

څېړۍ او لمنځې به له پښو غورځوم

پر ټټرونو به نښترې ولم 

*****

آخر نو دا چارې به خود کومه 

له خپل فطرت نه مې مجبور و ګڼه 

ما د فطرت د با جلاله بادار 

یو ښه صادق غوندې مزدور و ګڼه 

*****

په کومه خوا چې مې مهار کشوي 

لکه مست اوښ به یم روان ورپسې 

تر پوندو لاندې مې جونګړې د ژوند 

شنې کروندې او بیابان ورپسې 

*****

دا مې پر ځان باندې پیرزو کله دي 

چې شنه غنم یوسم په خړو اوبو 

خټې پر مخ د ګلاب و تپمه 

ترېنه شبنم یوسم په خړو اوبو

*****

د بلبلانو د نغمو ښاپېرۍ 

د زور په دېو تُرابان و تښتوم 

له جومات لږ اخوا چنار د ګودر 

دبې رحمۍ په طوفان و تښتوم 

*****

دا دومره ظلم په رضا نه کوم 

له زړې ترور چې لنګه غوا واخلم 

د بزګر کور چې تر څپو لاندې کړم 

له ماشومانو یې پاپا واخلم 

*****

زه مې خپل ځان په خپله ښه پېژنم 

زه لېونی یمه سرکشه یمه 

زه ودانۍ په کنډوالو بدلوم 

ډک له غوسې له خرشه پرشه یمه 

*****

خو زمونږ خلک تر ما ډېر لېوني 

ما غورځولي کاڼي بیا را واخلي 

خرپ شي د خپل عزیز تندی وولي 

بیا ننواتې خون بها را واخلي

*****

د پولۍ ټک ته غریبان کېنوي 

هم د خپل ځان هم د عزیز ماشومان 

تعلیم سبق خو ترې نه پاتې پاتې 

نهر نهر وي د ډوډۍ په ارمان 

*****

بیا نو همدا را ښکېل په غم کې مشران 

غواړي څه بل شانې قمار ووهي 

په تبرو غوڅې غوڅې لمنځې کاندي 

برمیال نښتر د لمنځې یار ووهي 

*****

له ګاونډي ورپسې راوړي ارې 

لو ګډ د لمنځو د نښترو کاندي 

حیوانات ورک شي مهاجر شي مارغان 

خونه میراته د سندرو کاندي 

*****

لمنځې نښتر په نیمه بیه خرڅ کړي 

د سېلاب لاره کړي راخلاصه راته 

زه خو شاعر نه یم چې چیغې و کړم 

دا خپل فریاد به رسومه چاته

*****

ته راته ووایه د زړه له تله 

زه ملامت یمه که دوی ملامت 

کړو به سرونه ګریوانو ته ښکته 

ګوندې چې شي په خپله پوی ملامت 

*****

چې ورکه مینه دې کړي بیا را پیدا 

په خپل خپل زړه کې دې اخلاص راولي 

د مور وطن دا سکني بچي دې 

دغه کولپ شوي زړونه خلاص راولي 

*****

له پښو یې عقل سر ته و خېژوه 

چې پر ما لاس ووهي یار مې کاندي 

زما پر شا د رڼا بار و تړي 

لکه سرکشه اوښ مهار مې کاندي 

*****

د دوی په خوښه به روان یم پسې 

پر بیابان به د ژوند زړي شیندم 

خړه صحرا کې به د ترخو پر ځای 

د ګل، مېوې او د خوند زړي شیندم

*****

هغه خواږه زړي به هم وي په کې 

چې شنه طوطیان یې خوله په خوله ګرځوي 

هغه د ژوند د مینې امن زړي 

چې د جمال طرف ته زړه ګرځوي 

*****

که مست ښامار هم یم اوده کې به یم 

په څراغونو کې به لال بلوم 

د څېړۍ، لمنځې د نښتر پر څانګو 

به هره شپه زرغون مشال بلوم 

*****

دا وچې ونې به مې نه وړي سېلاب 

ترېنه به دړې او کړکۍ جوړیږي 

د مشق تختې هم به رحیل د قرآن 

هم به مکتب ته ترې څوکۍ جوړیږي 

*****

زه به غړمبا کوم څپې به وهم 

خو را ایسار به په بندونو کې یم 

هره شېبه به در کومه ښکلا 

لکه مین به په خوندونو کې یم

*****

او شاعران به مې قاتل نه ګڼي 

آشنا آشنا د شاعرانو به یم 

لکه پرې اېښي معشوقې لاسونه 

د زده درزا د عاشقانو به یم 

*****

انکار به نه کوې کاروانه یاره 

اوس مې خبر چې کړې بدلون راولئ 

په خاورو خړ مخ در نه منډې اخلم 

په خپل وطن کې مې زرغون راولئ 

*****

۱۴- اسد- ۱۳۹۶ هجري شمسي

 
-
بېرته شاته