(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوبونظم

[12.Aug.2017 - 10:25]

 

ګرانو!په دې وروستیو ورځو کښې چې د فارسي !ایران شیخ آخوند روحاني! د افغانستان د اوبو بندونو په باب په بې-ادبۍ، بې صلاحیتۍ او ګستاخۍ خبرې کړي دي، متاسفانه افغاني همجولي ېې خاموشه پاتې سوي؟ ، خو دا دخدای تعالی ج. داد ګورئ چې افغان ولس ته ېې څو سوه کاله مخکې د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا له دیوان څخه په دې بیتونو کښې د( اوبو) په باب ورکړی دی؛ 

ما تصادفاََ آنلاین دا دیوان د دوبي رخصتیو کښې له نظره تیر کړ ، او دا لاندني بیتونه مې انتخاب کړل چې که چارواکي لږ راویښ کړي او لوستونکي هم ترې ګټه واخلي. په ډیر درنښت

(د اوبو نظم د رحمان بابا له دیوان څخه)لمړی کتاب ۱۳۸لمبرنظم،د (ي )توري رديف

د ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي انتخاب 

 

هر چې کښت ېې په باران و په سیلاب وي++ دهغو عمر به واړه په عذاب وي

هغه ملک چې په کښې سیند و رودبار نه وي++ دهقانان به ېې همه خانه خراب وي

وآسمان ته به ېې سترګې وي ختلې++ د باران له انتظاره به بېخواب وي

لکه څوک چې کړوي ېې په کړهي کې++د هغه ماهي په طور به کباب وي

لا به کله بارانونه پرې نزول شي++ چې نخیل و زراعت به ېې سیراب وي

همیشه له خدایه خواست د اوبو کاندي++ +که ېې چرې خواست په عمر مستجاب وي

لکه تل چې ېې په زوږ د اوبو غوږ وي++ +هومره غوږ ېې نه په چنګ نه په رباب وي

که همه عمر باران ورباندې  ووري++ لا ګرمي ېې په صورت کښې د آفتاب وي

د ګرمۍ و د خشکۍ له دهِشته++ د افتاب په څیر ګمان ېې په مهتاب وي

د اوبو له ډېرې ډېرې قیمتئ !؛ !!؛!!!نه+++لرګي لوښي ېې مردار په منجلاب وي

فرق د پاکو د ناپاکو اوبو نه کړي+++که اوبه ېې ګډې-وډې په پیشآب وي

د اوبو په غلا! چې ورشي، نه جاروځي +++که ساکن د خانقاه! و دمحراب !وي

د اوبو په وېش چې ورشي انصاف نه کا+++ که په لاس ېې ورقونه د کتاب! وي

د اوبو ثواب ېې نه کېږي له لاسه+++ که په ګوټ اوبو ېې عین د حج! ثواب وي

د باران امید ېې نه کیږي له خدایه+++ که يي شپه و ورځ په سر باندې سحاب !وي

پليتي به ېې له تنه څه رنګ درومي+++ چې اوبه په کښې نایابې تر ګلاب وي

هېڅ ېې مه پوښته له غسله له اودسه++ چې یو څاڅکی پرې ګوهر غوندې نایاب وي

په سبب د ډیره ډیره تَیمُمه !++ همیشه ېې سپیره ژیره په تراب !وي

د للمي سړي په مخ کښې وي اب چیرې++++ هغه خلق چې بیآب وي نو بې-آب وي!

په آبئ کښې لا هم وي خونه ویرانه++ هغه کلی چې د بل کلي پایناب وي 

یُو به نه سي هیڅ بری له سری ورخه++ پاییناب !سړی که زویه د ارباب!! وي

سم حساب له عزیزانو کله مومي++ تل تر تله د بل لاندې حساب وي

نه طاقت د بد ویل لري نه صبر++ لکه مار په ملا وهلی پیچ و تاب وي

نه ېې مرګ نه ېې فتنه له لاسه کېژي++ لاس تړلی د خپل شرم !په طناب وي

چې ېې زیست یا ېې روزګار په تحمل شي++ همیشه ېې له بد په اجتناب وي

که یوه بده وینا ېې له خُلې ووځي ++ هغه دم ېې پخپل ځان باندې عِتاب وي

هسې شان سړی تېری! ورباندې وکړي++ چې په عمُر نه د سوال نه د جواب وي

همسایه!!! او چربکار ېې پښتانه شي+++ او په اصل به موچي یا به قصاب وي

ملایم ویل اثر ورباندې نه کړي++ چې په زړه کښې ېې نه شرم نه حجاب وي

لکه دیو وي د سړیو په صورت شي++ ګمان کړې چې سړی دی، دی دَواب وي

په هیڅ رنګ له بد خویه نه جار وځي++ هسې مست د جاهِلیه !په شراب وي

چې اشراف! د هسې خِرسو په لاس کښیوزي++ ترو خلاص به ېې له خونه په کوم باب وي

هسې رزق دې خدای هیچا لره  ورنه کا ++ که په رزق د چا په هسې رنګ اسباب وي

تر دا هسې زمیندارو هغه ښه دی++ چې نوکر د یوه تور کافر کلاب وي

نوکري د یوه سپي ورلره شه ده ++ هغه پریژده چې لا نوم ېې د نواب!! وي 

د خشکئ له غمه قوم د رحمان خوښ دی++++ که رفتن ېې له جهانه په شتاب وي

 

* اوس نو ګرانو لوستونکو؛ تاسو پخپله فکر په کښې وکړئ چې د عاشق او صوفي رحمان بابا ابیات پرچا! اوچا!!غیرمستقيم اطلاق کېدای شي!!! ؛څومره  تل پاتې دي او پال یا فال پرې په نیکو نیولی شوو؟ . درنښت . ډ. ح.زړه ور ساپی/ بلجیم

 
-
بېرته شاته