(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تغزل

[15.Aug.2017 - 09:20]

تغزل

لیک: مصطفی سالک

تغزل یوه داسې اصطلاح ده چې په ګڼو ژبو کې کارول کیږي،خو ما په دغو ژبو کې ددغه ګډ استعمال ګډه مانا ونه مونده، خو چې د کومې اصطلاح تعریف نه وي هغه ډیر تعریفونه لري، ځکه چې په هر ذهن کې یې یو بیل تصور وي او دا ددې سبب ګرځي چې موږ یو د بل په خبره پوه نه شو،یا ناسم پوه شو او دا هغه اړتیا ده چې موږ د یو شمیر اصطلاحاتود مانا بریدونو ټاکلو ته بولي.

په دري ژبه کې دا کلیمه د قصیدې هغې برخې ته وايي چې په پیل کې راځي او له پنځو تر پنځه لسو رسیږي دا هغه برخه وه چې له مدحې مخکې راتله او تر ډیره به په کې عشقي مضامین ټاکل کیدل،چې دا مانا هم د غزل له لغوي مانا سره جوخت اړخ لګوي.

 خو تاسو چې دا پښتو لیکنه لولئ خامخا به وايي چې نه تغزل بل څه دی، نو بس دا به درته لیکم چې زه دا اصطلاح کاروم نو مقصد مې څه وي؟ تر تغزل مخکې به لږ غزل ته تم شو.

 

غزل

عام قاموسونه لیکي چې د غزل مانا عشق کول او له ښځو سره چیړچاړ کول دي.

خو ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل په یو شمیر قاموسونو کې د غزل یوه بله مانا موندلې وه هغه ویل کله چې ښکاري سپی هوسۍ پسې واخلي ویې ځغلوي او په پای کې هوسۍ ماتې ومني او خپلې غمجنې سترګې سپي ته راواړوي،دغه وخت د هوسۍ سترګې خدای زده په سپي څه جادو وکړي،سپی سترګې ښکته کړي او روان شي نو وايي دغه وخت به عربانو ویل چې (غزل الکلب) سپی غزل شو.

مانا دا چې غزل د سترګو د یوه کیفیت نوم دی،چې جادوي اثر دی نو ددغه راز اغیزناک اثر پیدا کیدل او د ژبې په مرسته نورو ته ورسول غزل دی چې خپلې تخنیکي غوښتنې لري.

یانې دا  چې غزل له ښځو سره تشې خبرې نه دي،بلکې دا د یوه داخلي رواني حالت بیان دی،او هغه کلام چې دا جادو دې ولري غزل دی.

خو د غزل د پیدايښت خبره بیرته د قصیدې د تشبیب او تغزل بیلیدو ته ورګرځي غزل یوازې په ښځو پورې محدود پاتې نه شو،له نارینه معشوق سره هم په کې خبرې وشوې،او اندیش شمس القمر خو ترې د کار سړی جوړ کړ.

اوس به د وخت د زړه خبرې کوي

ملـــــګرو مونږ د کار سړی کړ غزل

 

خو غزل نجلۍ ته ویل شوی،هلک ته ویل شوی او که حالاتو ته تاسو د ټولو ترمنځ یو مشترک روح احساسوئ چې همدغه تغزل دی.

وګورئ څوک چې د خوشال ذوق لري حمزه یې هم خوښیږي،او د اندیش په غزل به یې هم مینه ماتیږي.

بلکې داسې به ووایو چې تغزل د غزلیت لوړ حالت دی چې کله کله د ادبي پسولونو او هنري تخنیکونو په کارولو سره په يوه بیت یا غزل کې لیدل کیږي.

د غزل یوه غوښتنه نه وي چې په اسانه پوره شي،ژبه باید شاعرانه وي بحر باید خپله موسیقي ولري،کلیمات باید ژوندي وي خیال باید نوښت ولري او نورې ډیرې خبرې،ډیر کله شاعر په یوه اړخ کې پیاوړی وي،خو په یو بل کې کمزوری وي.

هغه بیت چې تغزل لري باید په یوه اړخ کې یې هم کمزوري احساس نه شي،او یو بشپړ او کامل اظهار وي تغزل زموږ په ټولو کلاسیکو شاعرانو کې لیدل کیږي خو د هندي مکتب شاعران یې استادان دي.

او اوسنیو کې هم داسې ګڼ شاعران شته چې د تغزل کیفیت زیږولی شي ،تغزل یانې نږه غزلیت دا څیز په مصري خان خاطر کې ډیر دی خو په هغه غټ کلیات کې نه په هغه وړه ټولګه کې چې د سندرغاړو نه یې شعرونه ټول شوي وو.

د خاطر شاعري چې څومره اوریدل شوې او اوویل شوې که د بل شاعر شعرونه دومره لوستل شوي او اوریدل شوي وای ښايي رنګ او خوند یې نه وی پاتې خو د خاطر ډیر بیتونه ساده دي ساده خو ټول دي دا بیخي سهل اللممتنع دي.

خــــــلک چې نښه ولي ګوري ورته

تا چې مخ پټ کړ نو ګوزار دی وکړ

 

دلته د خیال نوښت،د ژبې محاوريي رنګ د الفاظو موسیقي،او له کلتور سره یې اړخ لګول دي چې یو داسې تغزلي حالت یې زیږولی دی،دوه یو راز بهیرونه یې ځیرلي چې معلول یې یو او علت یې توپیر لري چې له همدې کبله شاعرانه پوښتنه شوی ده.

دواړه نښه ولي خو خلک ورته ګوري او تا مخ پټ کړ،ددغه غزل هر بیت که ولولئ د تغزل ښه بیلګه ده چې ما یې یو بیت وړاندې کړ.

لا هم په خیبر دره کې پاتې کیږو،حمزه د غزل بابا دی او کوټه کوټه تغزل یې په کتابونو کې غزونې کوي،راځئ دغه بیت ته تم شو.

د ســــــــحر مسته غزونې د یار

زه د ټول عمر په شوګیر غواړم

 

خبره د انتظار ده،د انتظار شپه ده،مین وايي دا شپه دې تر عمره اوږده شي خو په پای کې یې سهار غواړي خو سهار د څه د څه لپاره غواړي؟

ایکې یوې نندارې ته یوې طبیعي نندارې ته چې محبوب یې له خواږه خوبه پاڅي او ستوماني وباسي زه خو وایم د حمزه په دې بیت کې د تغزل حالت ډیر بشپړ دی.دغه غزونه د حمزه ډیره خوښه ده،کله کله خو په کې روغ جنت ورونغاړي.

تا چـــــــــــــــې په سحر کې غزونه اشنا وکړه

ما وې جوړ جنت دی ستا د لیچو په حلقه کې

 

چې محبوب ستوماني وباسي لاسونه پورته کړي د یو لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې ورکړي او د لاسونو په حلقه کې یې غوړیدلی مخ جلوه وکړي نو بیا په رښتیا حمزه په کار دی چې داسې انځورګري یې وکړي.

دا تصور د حمزه دومره خوښ و چې خپله لومړی مشهور زمانه شعري کتاب یې (غزونې) ونوموه.او چې داسې ده نو په داسې شعر کې به تغزل ولې نه وي. 

خو د حمزه بابا دا خیال بیخي نوی نوزی دی بلکې (انګړايي ) یانې غزونه د اردو شاعرۍ یو تکراري خو ژوندی مضمون دی،خو په تغزل کې ډیر پام کامل اظهار ته کیږي،او د غزل د بابا اظهار او ابلاغ بشپړ دي.

د کاظم خان شیدا په ګڼو بیتونو کې هم تغزل موجونه وهي د هند بلبل وايي.

تورې سترګې دې شوې ترې په خندا کې

که هندوې د هند لامبي په ګنـــــــګا کې

 

دا د مضمون او خیال کامل تغزلي بیان دی،خوند یې په دې کې دی چې تشبیهات یې محسوس دي هغه څه چې پرته له خوشاله زموږ په کلاسیک ادب کې هومره ډیر پام دغو ډول تشبیهاتو ته نه دی شوی.

راځئ خوشال بابا ته ورستانه شو دا بحثونه ما درې لسیزې مخکې په پښتونخوا کې اوریدل چې یو شمیر ادیبانو به ویل په خوشال بابا کې تغزل نشته،یا دا چې لږ دی.

خو اوس چې فکر کوم هغوی ملامته هم نه وو،ځکه چې د تغزل پر اړه زمونږ تر منځ هم اندي نشته او ښايي هر څوک ترې خپله مانا واخلي،پاتې شوه د خوشال بابا خبره موږ لا په شاعرۍ کې داسې لاره نه ده ویستې،چې د خوشال بابا د شاعرۍ څلورلارې ته نه وي وتلې.

نو څنګه به وایو چې په خوشال بابا کې تغزل لږ دی،غزل څه چې د هغه په قصیدو کې هم تغزل لیدل کیږي،د بابا له مزاج سره سم به د هغه یو بیت رواخلو.

ټوله دې له خپلو نمرو وویستم خوشاله

یو د غـــاړې هار مې د ګلونو مه شلوه

 

اسم با مسمی تغزل چې په لغت کې څه ته وايي د بابا په دغه بیت کې لیدل کیږي،ما وویل چې د خوشال بابا په قصیدو کې هم تغزل لیدل کیږي،تقویم الحق کاکا خیل د طاووس بڼکې په سریزه کې کاږي .( د هغه په نظمونو کې د تغزل ډیر خوږ امیزش دی) دا جمله به دا خبره ډیره نه واضح کوي چې تغزل څه دی خو دا ترې ښکاري چې د استاد په باور پرته له غزله د شاعرۍ په نورو صنفونو کې هم تغزلي حالت رامنځ ته کیدی شي.

د سلیمان لایق کیږدۍ نومې ټولګه راسره نشته چې درباري شاعر نظم په ځانګړي ډول لومړۍ برخه یې د تغزل د کامل اظهارپه توګه درته وړاندې کړم.

نو ویلي شو چې تغزل د غزل صفت دی،چې نورو صنفونو ته لاره کوي،تغزل د غزل د ښیګڼو مجموعه ده،چې بشپړ اظهار یې کیږي،په لنډه ویلی شم تغزل د شعر شیره ده چې راوځي او ذوقونه خماروي.

 

له څاڅکي تر سیپۍ

-
بېرته شاته