(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونه چوکیداره

[04.Sep.2017 - 15:07]

پښتونه چوکیداره...!

ساتلی دې مدام د پردي کور دی له ناتاره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

دښمن دې دخپل ورور یې

د تره زوی ته تربور یې

خپل ژوند هم ځانته اورکړې، خو دی نه پریږدې کراره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

خپل کور ته هم تلی نشې

ارام اوسیدی نشې

ورتګ ته به یې هم اجازت اخلې له اغیاره 

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

غلام ځان ازادبولې

خپل وران ژوند ابادبولې

ته کله به له خوبه دغفلت شې را بیداره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

تورتم تیارو کې ورکه

رڼا نه لرې کرکه 

منزل په لور روان په پټو سترګو، کږه لاره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

په پلار نیکه دې ناز کړې

په مات وزر پرواز کړې

راووزه له ماضي،د نن ، سبا غم وخوره یاره 

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

مسیده (منتظر) شه

له دې خبرو تیر شه

ائینه دړندو ښار کې به وي  تل بې خریداره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

4/9/2-17

 
-
بېرته شاته