(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبېلتانه تیارې

[25.Sep.2017 - 11:07]
چې دنيا د اب وګل ته انسان راغی
مينه راغله، فتنه راغله، طوفان راغی
 
 ما بېګاه په خوب خورې زلفې ليدلې
خدای دې خېر کړي چې قاصد پرېشان راغی
 
 شوه مالومه چې ځواني هم د کار څيز و
چې کوم ښکلی رانه تېر شو ارمان راغی
 
 چې مې زړه اينه مخو ته حوس کړو
حېران تللی و زما نه، حېران راغی
 
 ځان په خپل کور کې مېلمه راته ښکاره شو
ګويا تللی په سفر و مېزبان راغی
 
 دی تميز مې د جنون چې ستا په مخ کې
نن مې ارش د مدعا په زبان راغی
 
ستا ښایست او زما مینه رسوایي شوه
یو د دوو کیسو د پاره عنوان راغی
 
ګوره سترګې مې چې ډکې ډکې کیږي
نوم د تګ په خله وانه خلې باران راغی
 
ما په شونډو د یار نوم چې پیرزو نه کړ
لکه  لفظ د اسانو اسان راغی
 
بړبوکۍ مې هم اوس نه ښکاري په دښت کې
لیونی زړه چې ډاډه کړم کاروان راغی 
 
ما حمزه چې د بیلتون تیارې شړلې
لکه شمع زما کور ته خندان راغی 
 
حمزه شینواری
-
بېرته شاته