(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کچکول په پښتو لنډیو

[28.Sep.2017 - 17:22]

کچکول په پښتو لنډیو( ټپو ) کې

 

دملنګۍ کچکول به واخلم 

څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه

دملنګۍ کچکوله مات شي 

چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه

دملنګۍ کچکوله مات شي 

چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه

ښه شوه چې ته دخیره راغلې

ماپه کچکول پتري وهل درپسې تلمه

عشق کچکول په لاس کې راکړ

دیار درګاه ته مې دخیر پسې لیږینه 

کچکول دسترګو مې نیولی

که مې جانان ددیدن واچوي خیرونه

کچکول دسترګو ورته نیسم

زړه مې مین خیرات دحسن ټولومه

کچکول دسترګو ورته نیسم

چې پکې واخلم دښه حسن زکاتونه

کچکول په غاړه قلندریم 

فقر دیار ددیدن کړم بیرته راځمه

کچکوله دړې وړې مات شي

چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه

خدای به مې بیا دکلي خان کړي 

دملنګۍ کجکول مې ډیر وګر ځاونه 

نصیب کچکول په لاس کې راکړ

زه مساپر شوم اوس خو بل وطن ته ځمه

آخربه کند کچکول راواخلم 

چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه

الله دې زر تیاره ماښام کړي 

چې کچکول واخلم دیار درته ودریږمه

یاره کچکول د ې غېږ کی نیسه 

چې پکی واچوم د مینې ټول حالونه

کچکوله نور می په کار نه یی

سوال می فبول شو ژوند په مینه تیرومه

 
-
بېرته شاته